د خوړو نړيوال پروګرام: په افغانستان کې لوږه مخ په خرابېدو ده
- Zan News

- 4 days ago
- 2 min read

د خوړو نړيوال پروګرام (WFP) خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې لوږه مخ په خرابېدو ده او د ماشومانو تر منځ د خوارځواکۍ کچه په چټکۍ سره لوړېږي.
دغه نهاد د دوشنبې په ورځ (۲۸ تله) په يو پيغام کې چې د «ايکس» په ټولنيز شبکه کې خپور شوی، ويلي چې د بودجې د کمښت له امله يوازې د اړمنو يوې کوچنۍ برخې ته د مرستې توان لري او له ژمي وړاندې بېړنۍ مرستې ته اړتيا ده.
د خوړو نړيوال پروګرام په دغه پيغام کې ټينګار کړی چې «کافي او مغذي خواړه د هر ماشوم حق دی»، خو په افغانستان کې دا حق له ميليونونو ماشومانو څخه اخیستل شوی دی.
دغه سازمان زياته کړې چې د هر ماشوم د ژوند په لومړنيو زرو ورځو کې تغذيه د هغه د بدني او ذهني ودې لپاره حياتي رول لري او د مغذي موادو نشتوالی په دې موده کې کولای شي د ماشوم پر روغتيا، زدهکړې او د ده پر راتلونکې عايد ناوړه اغېز وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې ياد سازمان له دې وړاندې ويلي وو، که ۶۲۲ ميليونه ډالره بېړنۍ بودجه تأمين نه شي، نو په روان ژمی کې ميليونونه افغانان له بشري بحران سره مخ کېدای شي.
د ملګرو ملتونو اړوند ادارو د راپورونو له مخې، له ۹.۵ ميليونه زيات کسان په افغانستان کې د جدي خوړو ناامنۍ سره مخ دي او نږدې ۱.۵ ميليونه تنه له دې ډلې په اضطراري حالت کې دي. دا بحران په ځانګړې توګه پر مېرمنو او ماشومانو اغېز کړی؛ شمېرې ښيي چې له ۱۴ ميليونو زيات ماشومان د حاد خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي او لږ تر لږه ۵۰۰ زره ماشومان سږکال د لوږې له امله د مړينې له ګواښ سره مخ دي.
د طالبانو محدوديتونه پر ښځو، د نړيوالو مرستو کمښت، اقتصادي بحران، پراخه بېکاري او طبيعي پېښې د دې بحران له اصلي عواملو څخه بلل کېږي.



