top of page

د روغتیا نړیوال سازمان: په یوه میاشت کې په افغانستان کې د سینه‌بغل اړوند ۱۹۸ مړینې ثبت شوې

  • Writer: Zan News
    Zan News
  • 13 hours ago
  • 1 min read
Masked woman in hijab holds an infant with an oxygen mask in a hospital bed, with another person in blue nearby. Image: Reuters
Image: Reuters

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) اعلان کړی چې د روان میلادي کال په جولای میاشت کې په افغانستان کې د سینه‌بغل اړوند ۱۹۸ مړینې ثبت شوې دي.


دغه سازمان په خپل تازه راپور کې د پنجشنبې په ورځ د (وږي په ۵مه) لیکلي چې په همدې میاشت کې له ۷۸ زرو ډېرې د سینه‌بغل پېښې ثبت شوې دي چې د جون میاشتې په پرتله ۱۷.۹ سلنه زیاتوالی ښيي.


په جون میاشت کې د سینه‌بغل ۶۵ زره او ۶۶۳ پېښې او له دې ناروغۍ سره تړلې ۱۶۸ مړینې ثبت شوې وې.


د راپور له مخې، د ۲۰۲۶ کال له پیل څخه د جولای تر پای پورې، په ټولیز ډول په افغانستان کې د سینه‌بغل ۷۸۰ زره او ۵۶۱ پېښې او له دې ناروغۍ سره تړلې یو زر او ۵۶۳ مړینې ثبت شوې دي.


د روغتیا نړیوال سازمان زیاته کړې چې په جولای میاشت کې د اوبو له کموالي سره مل د اوبلنې نس‌ناستې پېښې ۳۱.۶ سلنه او د ډینګي تبې شکمنې پېښې د تېرې میاشتې په پرتله ۸۵.۵ سلنه زیاتې شوې دي.


دغه سازمان خبرداری ورکړی چې د بودجې کموالی د اړینو روغتیایي خدمتونو دوام له خطر سره مخ کړی او د ناروغیو موسمي زیاتوالی، د سرچینو له محدودیتونو سره یوځای، د ناروغیو د خپرېدو پر وړاندې د مبارزې فشار لا زیات کړی دی.

 
 
bottom of page