د طالبانو او پاکستاني پوځ ترمنځ نښته؛ لږ تر لږه ۱۲ ملکي وګړي وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي
- Zan News
- 2 days ago
- 2 min read

د طالبانو او د پاکستان د پوځ ترمنځ د زیاتېدونکو ترینګلتیاوو په لړ کې، نن سهار (۲۳ تله) د کندهار ولایت په سپینبولدک ولسوالۍ کې درنه پولهیزه نښته شوې، چې د دواړو خواوو لهخوا لسګونه کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد په شبکهی ایکس کې لیکلي، چې د پاکستان ځواکونو د سپکو او درنو وسلو په کارولو سره د افغانستان خاورې ته یرغل کړی، چې په پایله کې یې تر ۱۲ ډېر ملکي وګړي وژل شوي او لږ تر لږه ۱۰۰ تنه نور ټپیان شوي دي. هغه ادعا کړې چې طالبانو په متقابلو عملیاتو کې د پاکستان څو پوستي نیولي او «لسګونه پاکستاني سرتېري» یې وژلي دي.
خو د پاکستان پوځ دغه ادعاوې رد کړې او طالبان یې پر برید تورن کړي دي. د دغه هېواد پوځي چارواکو په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د چمن او کرم په پولهییزو سیمو کې یې د طالبانو بریدونه په مؤثر ډول دفع کړي او د نښتې پر مهال یې ۱۵ تر ۲۰ طالب جګړهماران وژلي دي.
په ورته مهال، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بېنت د ملکي تلفاتو او نښتو له امله د خلکو د بېځایه کېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او له دواړو خواوو یې غوښتي چې زغم وښيي او نړیوالو قوانینو ته درناوی ولري.
د سیمهییزو سرچینو په وینا، د ټپیانو په منځ کې ښځې او ماشومان هم شامل دي او نښته څو ساعته دوام کړی. راپورونه ښيي چې د تیرې شپې د نښتې شدت، ګڼې کورنۍ د پولهییزو سیمو پرېښودو ته اړې کړې دي.
یاده نښته د طالبانو او پاکستان ترمنځ د تنشونو وروستۍ بېلګه ده. دواړو هېوادونو په وروستیو ورځو کې یو بل د سرحدي حریم په نقض تورن کړی. اسلامآباد طالبان تورنوي چې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) غړو ته یې پناه ورکړې.