top of page

د طالبانو تر سیوري لاندې واده ته د اړ شوو ماشومانو روایت

  • Ariahn Raya
  • 2 days ago
  • 3 min read
Source: Online platforms; full photo credit not identified
Source: Online platforms

عمر یې دومره کم دی چې لا هم د خپلو خبرو په منځ کې د ماشومانو د لوبو، پخوانیو ټولګیوالو او هغو کتابونو یادونه کوي چې د ښوونځي له تړل کېدو وروسته د کور په یوه کونج کې دوړې پرې پرتې دي.


خو هغه اوس د درسي ټولګي پر ځای، د یوه داسې سړي په کور کې ژوند کوي چې د هغې په وینا، له ۴۰ کلونو زیات عمر لري.


خدیجه، ۱۳ کلنه د نیمروز ولایت اوسېدونکې، له زن‌نیوز سره په خبرو کې د خپل ګډ ژوند کیسه کوي؛ په داسې حال کې چې خپله لا هم د واده معنا په سمه توګه نه پوهېږي.


هغه وايي:


«ما غوښتل ښوونځي ته لاړه شم او نور درس ووایم. خو زه یې دې زاړه سړي ته ورکړم. شپې به مې د مور په غېږ کې خوب کاوه؛ اوس ډېره وېرېږم او هره شپه ژاړم. هېڅکله مې فکر نه کاوه چې ما به واده کړي.»


خدیجه وايي، د هغې د واده پرېکړه د هغې په خوښه نه، بلکې د هغو نارینه‌وو ترمنځ وشوه چې د هغې د راتلونکي په اړه یې پرېکړه وکړه.


هغه په خپل روایت کې وايي چې پلار یې، چې د نشه‌يي توکو په قاچاق کې بوخت و، له یوه طالب سره د ستونزې تر پیدا کېدو وروسته د هغې د واده منلو ته اړ شو.


خدیجه وايي:


«وا مې ورېدل چې زه یې د ۵۰ کیلو تریاکو په بدل کې دې طالب ته ورکړې یم. زه له دې موضوع هېڅ نه پوهېدم. یوازې پوهېدم چې نور نه ښوونځي ته تلای شم او نه خپل کور ته بېرته ګرځېدلای شم. نور خپل پخوانی ژوند نه لرم.»


هغه وايي، کله چې له خپل واده خبره شوه، ورځې ورځې یې ژړل.


«ما لا هم نانځکې لرلې. لا مې د ګاونډ له نجونو سره لوبې کولې. نه پوهېدم ولې باید د یوه لوی سړي ښځه شم.»


د خدیجې روایت یوازې د هغو ماشومانو له روایتونو څخه یو دی چې له زده‌کړو د پراخ محرومیت وروسته له داسې برخلیکونو سره مخ شوي چې په ټاکلو کې یې هېڅ ونډه نه لرله.


په بادغیس کې اقلیما هم له هغو هیلو خبرې کوي چې تر رسېدو مخکې ترې واخیستل شوې.


اقلیما وايي، تل یې هیله لرله چې ډاکتره شي.


«کله چې ښوونځي وتړل شول، فکر مې کاوه ښايي څو میاشتې وروسته بېرته خلاص شي. خپل کتابونه مې ساتلي وو. خو د ښوونځي د خلاصېدو پر ځای، راته یې د واده کالي راوړل.»


اقلیما وايي، لا هم له ګډ ژوند څخه څه نه پوهېږي.


«زه لا هم ماشومه یم. کله چې د خپل عمر نجونې وینم چې درس وايي یا لوبې کوي، احساس کوم چې یو څه له ما اخیستل شوي دي.»


په مزار شریف کې مریم هم ورته روایت لري.


هغه وايي، په وروستۍ ورځ چې د ښوونځي له دروازې ووته، فکر یې نه کاوه چې هماغه ورځ به د ټولو هیلو پای وي.


«ما غوښتل ښوونکې شم. غوښتل مې درس ووایم. خو له شپږم ټولګي وروسته یې نور اجازه رانه کړه چې ښوونځي ته لاړه شم. غوښتل مې ځان ناکام کړم چې بېرته په ښوونځي کې پاتې شم، خو سره له دې چې د امتحان پاڼه مې سپینه ورکړه، بیا یې هم کامیابه کړم. ځکه په کور پاتې وم، پلار مې واده کړم. اوس هېڅوک زما د هیلو پوښتنه نه کوي.»


د دې جملې پر ویلو د مریم غږ رپېږي:


«هېچا له ما ونه پوښتل چې واده کول غواړم که نه.»


د خدیجې، اقلیما او مریم برخلیک په داسې حال کې ټاکل شوی چې په افغانستان کې میلیونونه نجونې د زده‌کړو له حقه محرومې دي.


د ښځو د حقونو فعالانو څو ځله خبرداری ورکړی چې د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو تړل یوازې پر تعلیمي محرومیت نه ختمېږي؛ بلکې نجونې د کم‌عمره ودونو، اجباري ودونو او بشپړې اقتصادي وابستګۍ له خطر سره مخ کوي.


په داسې هېواد کې چې نجونو ته له شپږم ټولګي وروسته د زده‌کړو د دوام اجازه نه ورکول کېږي، ډېری کورنۍ نور د خپلو لوڼو د زده‌کړو لپاره راتلونکی نه ویني.


د دغو کورنیو د یو شمېر لپاره، کم‌عمره واده په داسې انتخاب بدل شوی چې د ښوونځي ځای یې نیولی دی.


خو د دې پرېکړو بیه هغه ماشومان ورکوي چې لا باید د درسي مېزونو تر شا ناستې وای.


خدیجه د خبرو په پای کې چوپېږي. څو ثانیې وروسته په ارام غږ وايي:


«که ښوونځی خلاص وای، ښايي نن ناوې نه وای. ښايي د یوه طالب ښځه نه وای او ښايي ما هم د انتخاب حق درلودای.»


یوه لنډه جمله چې ښايي د هغو زرګونو نجونو د برخلیک لنډیز وي چې د زده‌کړو د دروازو له تړل کېدو وروسته، ماشومتوب یې هم ترې واخیستل شو.


د خدیجې، اقلیما او مریم نومونه د هغوی د امنیت د ساتنې لپاره بدل شوي دي.

 
 
bottom of page