د نارینهوو د وینې تاوان د نجونو پر اوږو؛ په افغانستان کې د «بد ورکولو» چوپ قربانیان

پنځه کاله وړاندې، کله چې شیرین یوازې ۱۵ کلنه وه، د واده جامې او چادر یې ورواغوستل؛ خو هغه ورځ د هغې لپاره د ګډ ژوند پیل نه و، بلکې د کلونو کړاو، سپکاوي او محرومیت پیل و.
هغه د هغې وینې په بدل کې چې ورور یې پکې لاس درلود، د وژل شوي کس کورنۍ ته په «بدو» کې ورکړل شوه، پرته له دې چې خپله یې په قتل کې کوم رول درلود.
شیرین اوس ۲۰ کلنه ده. هغه وایي، په دغو ټولو پنځو کلونو کې په داسې کور کې اوسېدلې چې د مېرمنې په توګه نه، بلکې د یوه قتل د تاوان په توګه ورته کتل کېږي. د مېړه د کورنۍ غړي یې سپکاوی کوي او ورته وایي چې هېڅ ارزښت نه لري.
شیرین وایي: «زه ۲۰ کلنه یم او ځکه یې په بدو کې ورکړم چې ورور مې په یوه قتل کې لاس درلود. اوس دا کورنۍ وایي، ته هېڅ ارزښت نه لرې، ته یوازې یوه وینځه یې. زه هره ورځ شکنجه کېږم؛ پنځه کاله کېږي چې دا وضعیت زغمم.»
شیرین یوازې نه ده. د افغانستان په ځینو برخو کې لا هم داسې نجونې شته چې د خپلې خوښې له مخې نه، بلکې د دښمنۍ د پای ته رسولو، د یوه قتل د تاوان ورکولو یا د هغه څه د ساتلو لپاره چې ځینې کورنۍ یې «عزت» بولي، د مقابل لوري کورنۍ ته سپارل کېږي؛ هغه دود چې «په بدو کې ورکول» بلل کېږي.
په دغه دود کې، هغه جرم چې یو نارینه یې ترسره کړي، کولای شي د یوې نجلۍ د ټول عمر برخلیک بدل کړي؛ هغه نجلۍ چې نه په قتل کې رول لري او نه د دوو کورنیو په شخړه کې، خو بیه یې د خپلې ازادۍ، کرامت او راتلونکي په له لاسه ورکولو پرې کوي.
له پخوا زمانو راهیسې، کله چې د دوو کورنیو ترمنځ جګړه یا شخړه رامنځته کېده او یو کس پکې وژل کېده، د سیمې مشرانو به د جرګې له لارې د دښمنۍ د پای ته رسولو هڅه کوله. په ځینو سیمو کې، د دغو شخړو د حل یوه لاره دا وه چې د قاتل د کورنۍ لور یا خور د وژل شوي کس کورنۍ ته ورکړل شي. دغه دود چې «په بدو کې ورکول» نومېږي، کله ناکله کمعمره نجونې هم قرباني کوي.
شیرین وایي، په دې کورنۍ کې هغې ته د یوې مېرمنې په توګه نه، بلکې د داسې مجرمې په توګه کتل کېږي چې باید د خپل ورور د جرم تاوان ورکړي.
هغې وایي: «دا ډېر بد دود دی. ستونزه زما د ورور وه، خو هغه ازاد دی او خپل ژوند کوي؛ زه به تر څو چې ژوندۍ یم، په دې کور کې د هغه د جرم له امله زنداني یم.»
شیرین هغه مهال چې ۱۵ کلنه وه، داسې ګډ ژوند ته داخله شوه چې د هغې په وینا، هېڅ پېژندګلوي یې ورسره نه لرله. هغه وایي، د واده مراسم ورته ونه نیول شول او یوازې ملا یې نکاح وتړله.
د شیرین په وینا، مېړه یې شاوخوا ۴۰ کلن دی او تر هغې وړاندې یې هم یوه مېرمن او شپږ ماشومان لرل.
هغې وایي: «زه په ډېرو شیانو نه پوهېدم. ماته یې محفل ونه نیوه؛ یوازې ملا نکاح وکړه او لاړ. له هغې شپې وروسته یې راته وویل چې باید د خپل مېړه کور ته ولاړه شې. مېړه مې له ما ډېر مشر دی، یوه ښځه او شپږ اولادونه لري.»
شیرین وایي، په دې کور کې یې هېڅکله داسې احساس نه دی کړی چې د یوې مېرمنې د مقام او کرامت څښتنه ده، بلکې تر ډېره ورسره د یوې مجرمې په څېر چلند شوی دی.
د «په بدو کې ورکولو» دود په ټول افغانستان کې عام نه دی، خو په ځینو سیمو، د هلمند او کندهار د ځینو برخو په ګډون، لا هم کله ناکله د کورنیو او قومي شخړو د حل لپاره کارول کېږي.
د افغانستان د سوېل او سوېل لوېدیځ په ځینو برخو کې، ډېری کورنۍ او قومي شخړې او دښمنۍ د جرګو له لارې حل کېږي. په ځینو مواردو کې، ښځې او نجونې د یوې هوکړې یا د جرم د تاوان د یوې برخې په توګه د مقابل لوري کورنۍ ته ورکول کېږي.
په هلمند کې قومي مشران وایي، اقتصادي ستونزې، د دښمنۍ د پای ته رسولو هڅه او د پوهاوي نشتوالی هغه عوامل دي چې د دې دود د دوام لامل شوي دي.
نورالله، په هلمند کې یو قومي مشر، زننیوز ته وایي: «اقتصادي ستونزې، د یوې دښمنۍ ختمول او د معلوماتو او پوهاوي نشتوالی سبب کېږي چې خلک خپله لور یا خور په بدو کې ورکړي.»
هغه زیاتوي چې ځینې کورنۍ لا هم «په بدو کې ورکول» د کورنۍ د عزت د ساتلو یا د دښمنۍ د پای ته رسولو لاره بولي؛ هغه پرېکړه چې په پای کې یې بیه ښځې او نجونې پرې کوي.
زینب، په کندهار کې یوه بله ښځه، هم د همدې دود قرباني شوې ده.
د هغې په وینا، په ۲۰۲۳ کال کې د پلار او د اوسني مېړه د ورور ترمنځ یې شخړه وشوه چې په پایله کې د مېړه ورور ووژل شو. له دې پېښې وروسته د شخړې د حل لپاره قومي جرګه جوړه شوه او پرېکړه یې وکړه چې زینب د وژل شوي کس ورور ته ورکړل شي.
زینب وایي: «کله چې پلار مې زما د مېړه له ورور سره جګړه وکړه، پلار مې هغه په چاقو وواهه او ویې واژه. له همدې امله خلکو او قوم جرګه وکړه او زه یې د وژل شوي کس ورور ته ورکړم.»
هغه وایي، له دې واده وروسته یې حتی د پلار کور ته د تلو او له خپلوانو سره د لیدلو حق هم له لاسه ورکړی دی.
زینب وایي: «کله چې دا واده وشو، د پلار کور ته د تلو حق راڅخه واخیستل شو. مېړه مې وویل، حق نه لرې د خپل پلار یا نورو خپلوانو کور ته ولاړه شې.»
رواني متخصصان وایي، جبري ودونه او په داسې شرایطو کې ژوند چې د انسان اختیار او کرامت پکې له پامه غورځول کېږي، د ښځو او نجونو لپاره جدي رواني پایلې لرلای شي؛ هغه پایلې چې ښايي پر اولادونو یې هم اغېز وکړي.
شهلا نعیمي، رواني متخصصه، وایي هغه ښځې چې د خپلې خوښې خلاف واده ته اړ کېږي، ښايي له جدي رواني ستونزو سره مخ شي.
هغې وایي: «که یوه ښځه د خپلې خوښې خلاف نکاح ته اړ شي، له رواني ستونزو سره مخ کېږي. ډېرې ښځې او نجونې مراجعه کوي چې د ستونزو لامل یې همدا دی او حتی ځینې یې له سختو رواني ستونزو سره مخ کېږي.»
د هغې په وینا، زیان یوازې ښځې ته نه محدودېږي، بلکې د دې ډول کورنیو ماشومان هم د دغه وضعیت له پایلو اغېزمنېږي.
نعیمي زیاتوي: «تر دې هم بده خبره دا ده چې هغه ماشومان چې له داسې مور او پلار څخه زېږي، د هغې بېاحترامۍ او بېارزښته ګڼلو له امله چې له مور سره کېږي، اغېزمنېږي او یو نسل له رواني ستونزو سره لویېږي؛ ځکه د کورنۍ نظم له منځه تللی وي.»
سره له دې چې دا دود د افغانستان په ځینو سیمو کې لا هم دوام لري، د هغو ښځو د شمېر په اړه کره شمېرې نشته چې په تېرو کلونو کې د «په بدو کې ورکولو» له لارې جبري ودونو ته اړې شوې دي.
خو طالبان وایي، د دې ډلې اداره له جبري نکاح سره مخالفه ده او کورنیو ته اجازه نه ورکوي چې خپلې لوڼې د هغوی د خوښې خلاف واده ته اړې کړي.
خو د شیرین او زینب په څېر د ښځو روایتونه ښيي چې د «په بدو کې ورکولو» د قربانیانو لپاره مسئله یوازې یو جبري واده نه دی؛ هغوی کلونه د داسې جرم بیه پرې کوي چې خپله یې نه دی ترسره کړی.
شیرین اوس ۲۰ کلنه ده او د خپل ژوند پنځه کاله یې په داسې کور کې تېر کړي چې هغه د هغه جرم مسؤله ګڼي چې ورور یې ترسره کړی دی.
د هغې او د زینب په څېر ښځو لپاره، «په بدو کې ورکول» د نارینهوو ترمنځ د یوې دښمنۍ پای نه دی؛ بلکې د داسې سزا پیل دی چې ښځې او نجونې کلونه ورسره ژوند کوي.






