top of page

د طالبانو د استخباراتو رئیس: داعش د کسانو د جذب لپاره له ټلېګرام او ټیک‌ټاک څخه کار اخلي

Ariahn Raya
Nov 7
1 min read
AI-generated illustration of a masked man in dark clothing sitting in front of a laptop displaying the TikTok logo and several images, with a black flag associated with ISIS in the background.
Symbolic image: AI-generated / Zan TV

د طالبانو د استخباراتو عمومي رئیس عبدالحق وثیق ادعا کړې چې داعش ډله د اړیکو ټینګولو، د مالي سرچینو د برابرولو او د تبلیغاتو د خپرولو لپاره له ټلېګرام او ټیک‌ټاک ټولنیزو شبکو څخه کار اخلي.


وثیق دا څرګندونې د «شانګهای پلس» په امنیتي غونډه کې کړې دي، چې د پنجشنبې او جمعې په ورځو د (لړم په ۱۴مه او ۱۵مه) د ازبیکستان په سمرقند ښار کې جوړه شوې وه.


هغه ویلي چې د دغو دوو ټولنیزو شبکو مالک شرکتونه د داعش د فعالیتونو د مخنیوي په برخه کې د طالبانو له حکومت سره همکاري نه کوي.


د طالبانو د استخباراتو عمومي رئیس زیاته کړې چې د ټکنالوژۍ شرکتونو د همکارۍ نشتوالي په نړیواله کچه د داعش د فعالیتونو د پراخېدو زمینه برابره کړې ده.


وثیق همدارنګه له ټکنالوژۍ شرکتونو غوښتي چې د داعش د انلاین فعالیتونو د مخنیوي لپاره د طالبانو له ادارې سره همکاري وکړي.


خو د وثیق په خپرو شویو څرګندونو کې د داعش له خوا د مالي سرچینو د برابرولو لپاره د دغو شبکو د کارولو په اړه مشخص شواهد او له ټلېګرام او ټیک‌ټاک شرکتونو څخه د طالبانو د غوښتنو جزییات نه دي وړاندې شوي.

 
 
bottom of page