د طالبانو د زندانونو تر دېوالونو شا ته؛ د یوې ښځې د جنسي تېري او د څلور میاشتني جنین د سقط کیسه
- Ariahn Raya
- 1 day ago
- 5 min read

طالبان وايي، یو شمېر ښځې د «اخلاقي فساد»، اعتراض، سیاسي فعالیت او «بېدینۍ د ترویج» په تور زنداني کوي، څو د دوی په وینا، ټولنه له فساد څخه پاکه او «اصلاح» کړي. خو د هغو ښځو کیسې چې د طالبانو زندانونه یې تجربه کړي، د دغو زندانونو تر دېوالونو شا ته له یوه ټکان ورکوونکي او وحشتناک واقعیت څخه پرده پورته کوي.
یو شمېر ښځې د طالبانو له زندانونو تر خوشې کېدو وروسته وايي، دا زندانونه د ښځو لپاره د اصلاح ځایونه نه، بلکې له وېرې، فشار او جنسي ناوړه ګټې اخیستنې ډک چاپېریالونه دي.
ځینې یې وايي، ښايي یو شمېر دغو ښځو د بېوزلۍ، بېکارۍ او د نفقې د نشتون له امله کارګرۍ، غلا یا فحشا ته مخه کړې وي، خو طالبان نه یوازې هغوی زنداني کوي، بلکې د دغو ښځو په وینا، له هغوی جنسي ګټه اخلي او انساني حقونه یې په بشپړه توګه تر پښو لاندې کوي.
زننیوز د دې راپور د چمتو کولو لپاره له یو شمېر پخوانیو ښځینه زندانیانو او باخبرو سرچینو سره خبرې کړې دي، څو هغه څه روایت کړي چې د طالبانو د زندانونو تر دېوالونو شا ته پر ښځو تېرېږي.
په کابل کې یوې پخوانۍ ښځینه زندانۍ، چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، له زننیوز سره په خبرو کې د خپلې نیول کېدو څرنګوالی او هغه څه چې په زندان کې پرې تېر شوي، داسې بیانوي:
«۱۳ میاشتې مخکې، یوه ورځ یې د کابل له پل سرخ سیمې ونیولم. له یوه هلک سره مې لیدنه درلوده او غوښتل مې د هغوی کور ته لاړه شم، خو طالبانو شک راباندې وکړ او ونیولم. لومړی یې امنیتي حوزې ته بوتلو، زموږ ویډیو یې واخیسته او وروسته یې زندان ته ولېږلو.
یوه اوونۍ وروسته به د طالبانو ځواکونه زموږ خونې ته راتلل او موږ به یې اړ ایستلو چې بېلابېلو خونو ته لاړې شو. رښتیا هم ډېر وېرونکی حالت و. هره شپه وېرېدم چې څه به راسره کېږي. په هغه یو کال او یوه میاشت کې چې په زندان کې وم، ډېر څه مې ولیدل او څو ځله وګواښل شوم.
طالبان وايي چې خلک اصلاح کوي، خو لومړی باید خپل ځانونه اصلاح کړي. زه اړ وم چې د خپل ژوند د تېرولو لپاره کار وکړم، خو هغوی چې ځانونه مسلمانان ګڼي، ولې یې له موږ سره داسې وکړل؟ هره ورځ او شپه به یې یوه پلمه جوړوله او ځوانې نجونې به یې د زندان له عمومي خونې جلا خونو ته بیولې. هغوی په زور اړ ایستلو چې د دوی غوښتنې ومنو او په زور یې له موږ جنسي ناوړه ګټه اخیسته.»
هغه په اوښلنو سترګو د طالبانو د فشارونو او ګواښونو په اړه وايي:
«کله ناکله به یې نیمه شپه له خونې ایستلو او ویل به یې چې باید انفرادي خونې ته لاړه شې، ځکه جنجال دې کړی، ډېرې خبرې دې کړې یا ستا د بد چلند شکایت شوی دی. خو وروسته به داسې پېښې وشوې چې په اړه یې خبرې کول راته سخت دي. موږ یوازې وېرېدو، د شپې به مو ژړل او نه پوهېدو چې سبا به څه پېښېږي.
زما یو کال او یوه میاشت په همدې ډول تېره شوه. دومره ډېر څه مې ولیدل چې هېڅوک یې تصور نه شي کولای. یوازې یوه کس له موږ جنسي ناوړه ګټه نه اخیسته، بلکې طالبانو به ډلهډله له نجونو سره دا ډول چلند کاوه. له وهلو او تاوتریخوالي چې تېر شو، تر ټولو ناوړه جنسي ناوړه ګټه اخیستنه وه.
اوس نه پوهېږم چې څوک یم. له رواني پلوه په بشپړه توګه په یوه رواني ناروغه بدله شوې یم. اوس چې خوشې شوې یم، لا هم وېرېږم، د طالبانو له تاوتریخوالي وېرېږم. ان په خوب کې هم ارامه نه یم. وېرېږم چې بیا به مې لاسونه وتړي او په هغه تیاره زیرزمینۍ خونه کې به جنسي تېری راباندې وکړي. طالبانو ان د خوب ارامي هم رانه اخیستې ده. دا یوازې له ما سره نه دي شوي، بلکې زما له همخونو نجونو سره هم شوي دي.»
د مزارشریف ښار یوې بلې پخوانۍ ښځینه زندانۍ هم خپله ورته ترخه کیسه له زننیوز سره شریکه کړې ده.
هغې چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، زننیوز ته وايي:
«یو کال مخکې مې غوښتل روضه شریف ته لاړه شم. یوازې وم او غوښتل مې له کوره ووځم. ناڅاپه یو ځوان هلک راپسې شو او اشاره یې راته وکړه. زه هم د هغه په غوښتنه پوه شوم او په پای کې مې زړه یو کړ چې د اړیکې شمېره ورکړم، خو رښتیا هم هېڅ ناوړه موخه مې نه درلوده.
طالبان پوه شول او زه یې ونیولم. هلک وتښتېد، خو طالبانو زه حوزې ته بوتلم او پوښتنه یې وکړه چې د چا لور یې او هغه هلک څوک و؟ لس ورځې وروسته یې محکمې ته بوتلم، پر زنا یې تورنه کړم او بیا یې زندان ته ولېږلم.»
هغه په غوسه او خواشینۍ، په داسې حال کې چې د هغو ورځو وېره یې پر څېره ښکاري، زیاتوي:
«په زندان کې وضعیت ډېر سخت و. موږ یې اړ ایستلو چې جلا خونو ته لاړې شو او سخت فشارونه یې راباندې راوستل. زه امیندواره شوم، خو په زندان کې یوې ښځې چې د طالبانو غړې وه او هلته یې د پاککارۍ دنده ترسره کوله، دوا راوړه چې ماشوم مې سقط کړم. ماشوم مې شاوخوا څلور میاشتې په نس کې و او په پای کې اړ شوم چې سقط یې کړم.
زندان په رښتیا هم له وېرې او فشار څخه ډک چاپېریال و. هره ورځ تر زور او ګواښ لاندې وو او له ما یې جنسي ناوړه ګټه اخیسته. طالبانو به له یوې خونې بلې ته بیولو او ګواښوونکې خبرې به یې کولې. هېڅوک نه وو چې زموږ غږ واوري.
هره ورځ په سخت ذهني فشار کې تېرېده او نه پوهېدو چې سبا به څه کېږي. کله چې له زندانه ووتم، نور هېڅ راته پاتې نه وو. یوازې یو مړ جسد وم، روح مې مړ و. ښايي بدن مې د یوې ښځې بڼه ولري، خو له دننه ماته شوې یم او رواني حالت مې خراب دی.
طالبان په زندان کې له جنسي تېري پرته بل کار نه لري، په ځانګړي ډول چې نجلۍ کشره وي. زموږ په کوټه کې اته نجونې وو او یوه هم له جنسي ځورونې خوندي پاتې نه شوه. د زندان په لومړیو ورځو کې مې ولیدل چې طالبان له نورو سره څنګه چلند کوي، وروسته ټول هغه څه چې پر هغوی مې لیدلي وو، له ما سره هم وشول.»
دا روایتونه ښيي چې له ښځینه زندانیانو جنسي ناوړه ګټه اخیستنه او پر هغوی فشارونه سیستماتیک او پراخ دي.
په زندانونو کې ښځې له ورته وضعیت سره مخ دي او له وېرې، ګواښ او جنسي بهرهکښنې ډکې تجربې یې د طالبانو تر واک لاندې د ښځینه زندانونو د وضعیت یو رښتینی او ټکان ورکوونکی انځور وړاندې کوي.
دا راپور ټینګار کوي چې طالبانو نه یوازې ښځې له لومړنیو حقونو محرومې کړې دي، بلکې په غیرانساني ډول ورڅخه جنسي ناوړه ګټه اخلي.






