د طالبانو د یو جنسیتي نظام پنځه کاله؛ د ښځو او اقلیتونو ناوړه ژوند
- Ariahn Raya
- 12 hours ago
- 8 min read

د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې تر نن ورځې پنځه کاله کېږي چې طالبانو د خپلو فرمانونو په صادرولو سره د قومي او مذهبي اقلیتونو، ښځو او نارینهوو عادي ژوند درولی دی.
پنځه کاله وړاندې، د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه، د ۱۴۰۰ کال د زمري په ۲۴مه، کله چې طالبان کابل ته ننوتل او د افغانستان پلازمېنه یې تر خپل کنټرول لاندې راوسته، د دغه هېواد په تاریخ کې نوی فصل پیل شو. هغه فصل چې د میلیونونو افغان ښځو او نجونو لپاره د زدهکړو د دروازو له تړل کېدو، د کاري فرصتونو له محدودېدو، پر شخصي ژوند د لا ډېر کنټرول او په ټولنه کې د هغوی د حضور له کمېدو سره مل و.
کابل ته د طالبانو ننوتل یوازې د یوه سیاسي نظام پای نه و. د ډېرو افغان ښځو لپاره دا د داسې دورې پیل و چې پکې هغه حقونه او ازادۍ چې په کلونو کې یې ترلاسه کړې وې، یو په بل پسې محدودې شوې.
هغه ښځې چې تر دې وړاندې په پوهنتونونو، ادارو، رسنیو، سوداګرۍ او ټولنیزو بنسټونو کې حضور درلود، ورو ورو له هغو فرمانونو سره مخ شوې چې هغوی یې د عامه ژوند له یوې لویې برخې لرې کړې.
له هغې ورځې پنځه کاله وروسته، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغان ښځو د ژوند روایتونه د داسې یوې ټولنې انځور وړاندې کوي چې پکې ډېرې ښځې وایي، نه یوازې فرصتونه یې، بلکې راتلونکې ته یې هیلې هم زیانمنې شوې دي.
د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې تر نن ورځې پنځه کاله کېږي چې طالبانو د خپلو فرمانونو په صادرولو سره د قومي او مذهبي اقلیتونو، ښځو او نارینهوو عادي ژوند درولی دی.
پنځه کاله وړاندې، د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه، د ۱۴۰۰ کال د زمري په ۲۴مه، کله چې طالبان کابل ته ننوتل او د افغانستان پلازمېنه یې تر خپل کنټرول لاندې راوسته، د دغه هېواد په تاریخ کې نوی فصل پیل شو. هغه فصل چې د میلیونونو افغان ښځو او نجونو لپاره د زدهکړو د دروازو له تړل کېدو، د کاري فرصتونو له محدودېدو، پر شخصي ژوند د لا ډېر کنټرول او په ټولنه کې د هغوی د حضور له کمېدو سره مل و.
کابل ته د طالبانو ننوتل یوازې د یوه سیاسي نظام پای نه و. د ډېرو افغان ښځو لپاره دا د داسې دورې پیل و چې پکې هغه حقونه او ازادۍ چې په کلونو کې یې ترلاسه کړې وې، یو په بل پسې محدودې شوې.
هغه ښځې چې تر دې وړاندې په پوهنتونونو، ادارو، رسنیو، سوداګرۍ او ټولنیزو بنسټونو کې حضور درلود، ورو ورو له هغو فرمانونو سره مخ شوې چې هغوی یې د عامه ژوند له یوې لویې برخې لرې کړې.
له هغې ورځې پنځه کاله وروسته، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغان ښځو د ژوند روایتونه د داسې یوې ټولنې انځور وړاندې کوي چې پکې ډېرې ښځې وایي، نه یوازې فرصتونه یې، بلکې راتلونکې ته یې هیلې هم زیانمنې شوې دي.
د زننیوز دا راپور د یو شمېر ښځو او وګړو د مستقیمو روایتونو او مرکو پر بنسټ چمتو شوی دی.

هغه نسل چې د زدهکړو د دروازو تر شا بند پاتې دی
د طالبانو له لومړنیو او پراخو محدودیتونو څخه یو، له زدهکړو د نجونو محرومول وو. زرګونه نجونې او محصلانې چې د خپل راتلونکي لپاره یې پلانونه لرل، ناڅاپه د خپلو زدهکړو له دوام څخه پاتې شوې.
مرسل مریما، د کابل پوهنتون د انجینرۍ پوهنځي محصله، له همدې نجونو څخه یوه ده. د هغې یوازې یو سمستر د زدهکړو تر پای پاتې و، خو طالبانو پنځه کاله په تمه ساتلې او لا هم د میلیونونو نورو نجونو په څېر یې برخلیک نامعلوم دی.
مرسل زننیوز ته وایي: «کله چې طالبانو د افغانستان سیاسي واک ترلاسه کړ، د ښځو او نجونو لپاره یې تیاره ورځ رامنځته کړه. موږ یې کورناستې کړو او زموږ حق یې واخیست. څو ځله یې د پوهنتونونو دروازې په بېلابېلو نومونو وتړلې، تر دې چې دا پالیسي په دایمي ډول عملي شوه او موږ کورناستې شو.»
هغې زیاتوي: «هیله مې لرله انجینره شم، خو یوازې وروستی سمستر مې پاتې و چې د څلورم کال ازموینې مې پای ته ورسېږي. طالبانو دا فرصت د تل لپاره له ما واخیست.»
د مرسل لپاره پوهنتون یوازې د زدهکړو ځای نه و، بلکې د هغه راتلونکي نښه وه چې د ترلاسه کولو لپاره یې کلونه هڅه کړې وه.
له زدهکړو د ښځو محرومول یوازې یوه ښوونیزه پرېکړه نه ده، بلکې داسې پرېکړه ده چې اغېزې به یې د افغانستان پر اقتصاد، ټولنه او راتلونکو نسلونو پاتې شي.

د طالبانو په جبري او تحمیلي لباس کې ژوند
د زدهکړو پر محدودیت سربېره، د ښځو د لباس په اړه د طالبانو پالیسیو په عامه فضا کې د هغوی حضور هم بدل کړی دی.
یو شمېر ښځې وایي چې د لباس د ډول، د محرم د نه شتون یا په ټولنه کې د حضور د څرنګوالي له امله له سخت چلند سره مخ شوې دي.
رابعه، هغه ښځه چې له زندانه تر خوشې کېدو وروسته هم ځان زنداني ګڼي.
هغه په هرات کې له مرکه شویو ښځو څخه یوه ده او وایي، بازار ته د تلو پر مهال نیول شوې وه.
رابعه وایي: «کله چې یوازې له کوره د خرید لپاره د هرات لیلامي بازار ته وتلم، امر بالمعروف ونیولم او وروسته یې زندان ته یووړم. ۱۶ ورځې په زندان کې وم. کله چې پلار مې ضمانت وکړ او ژمنه یې وسپارله، طالبانو خوشې کړم.»
رابعه وایي، له زندانه خوشې کېدل د فشارونو پای نه و: «په حقیقت کې زما زنداني کېدل هغه وخت پیل شول چې طالبانو له زندانه خوشې کړم. د ټولنې خلکو راته په بد نظر کتل. احساس مې وکړ چې خپل عزت او ارامي مې له لاسه ورکړې ده.»
کریمه؛ د هغه لباس له امله نیول چې اغوستی یې و
کریمه هم روایت کوي چې د خیاطۍ ماشین د اخیستو پر مهال نیول شوې وه.
هغې وایي: «ځکه چې مانتو مې اغوستی و او د خیاطۍ ماشین پسې تللې وم، طالبانو ونیولم. ویل یې چې له نامحرم سره مې خبرې کړې دي. کله چې قضیه جدي شوه، داسې تورونه یې راباندې ولګول چې حقیقت نه درلود. طالبانو وویل موږ هغه د زنا په حالت کې نیولې ده. بېرته په زندان کې پاتې شوم او هره ورځ خپله طالبانو پر ما جنسي تېری کاوه. د شپې به یې ښځې او نجونې له زندانه ایستلې او جنسي تېری به یې پرې کاوه.»
په هغه نظام کې چې د وېرې پر جوړښت ولاړ وي، ښځې د ځان له دفاع وړاندې محکومېږي
پر ښځو محدودیتونه یوازې د هغوی تر ټولنیز حضور محدود نه دي پاتې شوي. ځینې ښځې وایي، دغو محدودیتونو په بېړنیو حالاتو کې حتی روغتیایي خدمتونو ته د هغوی لاسرسی هم ستونزمن کړی دی.
صبریه، په هرات کې له مرکه شویو ښځو څخه یوه، روایت کوي چې څنګه د خپل ماشوم د ژغورلو په یوه بحراني شېبه کې له خنډ سره مخ شوه.
هغې زننیوز ته ویلي: «ماشوم مې زما پر لاسونو ساه ورکوله. د سړک له ګڼې ګوڼې تر تېرېدو وروسته په ریکشا د هرات حوزوي روغتون ته ورسېدم. د ماشوم ساه بنده شوې وه. ما لیدل چې ماشوم مې مري، خو طالبانو اجازه نه راکوله چې روغتون ته یې دننه کړم.»
صبریه زیاتوي: «په پای کې مې له یوې بلې ښځې چادري پور کړه، څو وکولای شم خپل ماشوم روغتون ته دننه کړم. د ماشوم وروستۍ ساه وه. خدای دې هغې ښځې ته خیر ورکړي چې مرسته یې وکړه. وتوانېدم خپل ماشوم وژغورم.»
هغې وایي: «طالبانو زما د ماشوم مرګ ننداره کوله، خو ځکه چې مانتو مې اغوستی و، د ننوتلو اجازه یې نه راکوله.»
دا روایت پر دې جدي پوښتنې راپورته کوي چې د ښځو د لباس اړوند محدودیتونه روغتیایي خدمتونو ته، په ځانګړي ډول په بېړنیو حالاتو کې، د هغوی پر لاسرسي څه اغېز لري.
له اقتصاد څخه د ښځو حذف او تنفروشۍ ته اړ کېدل
د زدهکړو له محدودیتونو وروسته، له ډېرو کاري برخو څخه د ښځو حذف په افغانستان کې یو بل لوی بدلون و.
زرګونو ښځو خپلې دندې له لاسه ورکړې، هغه ښځې چې د خپلو کورنیو لپاره یې عاید برابرولو او اقتصادي خپلواکي یې لرله.
نجیبه، په بلخ کې د یوې دولتي ادارې پخوانۍ کارکوونکې، وایي: «ما په بلخ کې په یوه دولتي اداره کې دنده لرله. کله چې طالبانو موږ له کاره وایستلو، اړ شوم د خلکو په کورونو کې کار وکړم، خو دا کار هره ورځ نه و. د دې لپاره چې د خپلو شپږو ماشومانو نسونه ماړه کړم، اړ شوم په سړکونو کې سوال وکړم. طالبانو سوالګرې ښځې او ماشومان ونیول. له خوشې کېدو وروسته مې هېڅ لاره نه لرله او اړ شوم داسې کار وکړم چې هېڅ انسان یې نه غواړي...»
هغه په ژړغوني غږ زیاتوي: «اړ شوم تنفروشي وکړم، له هر چا سره او هر ځای. حتی د طالبانو کارکوونکي هم له دې وضعیت خبر شوي او د شپې زما د زوړ کور دروازې ته راځي. د ۱۰۰ تر ۵۰۰ افغانیو په بدل کې دا کار کوم.»

د وېرې، بېپناهۍ او د ښځو د امنیت په اړه روایتونه
د هغو رسمي محدودیتونو ترڅنګ چې ښځې یې له زدهکړو، کار او په ټولنه کې له ازاد حضور څخه لرې کړې دي، یو شمېر افغان ښځې د داسې تجربو په اړه خبرې کوي چې د هغوی په باور، د ښځو ترمنځ د ناامنۍ او بېپناهۍ د احساس د زیاتېدو نښه ده.
شفیقه، په هرات کې له مرکه شویو ښځو څخه یوه، د کونډو او بېسرپرستو ښځو د وضعیت په اړه داسې روایتونه وړاندې کوي چې د ملاتړ او د ښځو د اختیار د نشتوالي په اړه د هغې اندېښنه څرګندوي.
هغې زننیوز ته ویلي: «طالبانو په هرات کې له ۱۳۰ څخه ډېرې کونډې او بېسرپرستې ښځې او نجونې راټولې کړې او د ۶۴ متره سړک پر مسیر په یوه کمپ کې یې ساتي. دا زموږ سره د مرستې لپاره نه دي، موږ احساس کوو چې د خپل ژوند اختیار له موږ څخه اخیستل شوی دی. طالبان له موږ ناوړه ګټه اخلي.»
شفیقه ادعا کوي: «کله چې طالبان له نورو ولایتونو څخه د دندې لپاره هرات ته راځي، دغو ځایونو ته ورځي او ښځې پرته له دې چې خپله انتخاب وکړي، تر فشار لاندې راولي. یا یې د ځان لپاره نکاح کوي او یا یې په زور موټر ته خېژوي او له ځان سره یې وړي. زه تر اوسه له لسو ځلو ډېر تر فشار لاندې راغلې یم، یعنې تر اوسه مې لس مېړونه لرلي چې د طالبانو غړي وو.»
هغې وایي: «د طالبانو په نظر ښځه یوه وسیله ده، په داسې حال کې چې ښځه باید د انتخاب او کرامت حق لرونکی انسان وي. خو ډېرې ښځې احساس کوي چې د هغوی د ژوند په اړه نور خلک پرېکړه کوي.»
مذهبي اقلیتونه د طالبانو د فرمانونو په اور کې
افغانستان د قومي، مذهبي او فرهنګي تنوع لرونکې ټولنه ده، خو د طالبانو له بېرته واکمنېدو وروسته د مذهبي اقلیتونو یو شمېر پیروانو د خپلو دیني او فرهنګي فعالیتونو د محدودېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده.
علياصغر، د اهل تشیع له عالمانو څخه، وایي چې د شیعهګانو پر مذهبي فعالیتونو محدودیتونه زیات شوي دي.
هغه زننیوز ته وایي: «طالبان اجازه نه راکوي چې زموږ مذهبي مراسم په سمه توګه ترسره شي. د عاشورا د مراسمو بیرغونه یې ښکته کړل او تر پښو لاندې یې کړل، په جوماتونو او ښوونیزو مرکزونو کې یې د اهل تشیع د مذهب د کتابونو تدریس منع کړ او حتی کتابونه یې له کتابتونونو او کتاب پلورنځیو راټول کړل.»
علياصغر زیاتوي: «طالبان یوازې زموږ له مذهب سره نه، بلکې له هر هغه مذهبي اقلیت سره ستونزه لري چې متفاوت فکر کوي. مذهبي ازادي هغه وخت معنا لري چې ټول وګړي وکولای شي خپلې عقیدې له وېرې پرته وساتي.»
د طالبانو د پالیسیو منتقدان وایي، د مذهبي ازادیو محدودېدل، د ښځو پر وړاندې له پراخو محدودیتونو سره یوځای، د افغانستان مدني فضا نوره هم تنګه کړې ده.
د اګست له ۱۵مې پنځه کاله وروسته؛ افغانستان او نامعلومه راتلونکې
د ۲۰۲۱ کال د اګست ۱۵مه د ډېرو افغانانو لپاره یوازې یوه سیاسي نېټه نه ده، بلکې هغه نقطه ده چې د میلیونونو کسانو د ژوند مسیر یې بدل کړ.
د مرسل لپاره دا نېټه د هغې نیمګړي پاتې شوي خوب یادونه ده، د انجینرې کېدو خوب.
د رابعه او کریمه لپاره د هغو ورځو یادونه ده چې د هغوی په وینا، د نیول کېدو له وېرې او د ټولنې له قضاوت سره مل وې.
د نجیبې لپاره د هغې ورځې یادونه ده چې اقتصادي خپلواکي یې له لاسه ورکړه او د خپلو ماشومانو د ژوند د برابرولو لپاره له جدي ستونزو سره مخ او تنفروشۍ ته اړ شوه.
د صبریې لپاره د هغې شېبې یادونه ده چې وایي، د خپل ماشوم د ژوند ژغورل یې د لباس اړوند محدودیتونو له امله له خنډ سره مخ شول.
او د علياصغر لپاره په افغانستان کې د مذهبي ازادیو د راتلونکې په اړه د اندېښنې نښه ده.
د طالبانو له بېرته واکمنېدو پنځه کاله وروسته، مسئله یوازې د یوه حکومت بدلون نه دی، بلکې د هغې ټولنې د راتلونکې پوښتنه ده چې نیمایي نفوس یې، یعنې ښځې، وایي له ډېرو ټولنیزو فرصتونو او حقونو محرومې شوې دي.
افغانستان نن له یوې سترې پوښتنې سره مخ دی:
ایا هغه ټولنه چې ښځې یې له زدهکړو، کار او برابر حضور څخه محرومې وي، کولای شي د ثبات او پرمختګ پر لور حرکت وکړي؟






