د پنځو کلونو له لاسه تللې هیلې؛ ایا نړۍ ورسره عادت شوې ده؟
- Zan News

- 9 hours ago
- 4 min read

لیکواله: مرسل قیصاري
د اګست پنځلسمه ښايي د ډېرو خلکو لپاره یوه عادي نېټه وي؛ یوه نېټه په کلیزه کې، یوه نېټه په سیاسي کتابونو کې، یوه نېټه چې د کابل له سقوط او د طالبانو له بېرته راتګ سره تړل کېږي. خو زما لپاره د اګست پنځلسمه عادي نېټه نه ده. دا یو ژوند دی؛ هغه ژوند چې له هماغې ورځې ټوټه ټوټه شو.
زما لپاره لیکل یوازینۍ لاره ده چې وکولای شم خپل درد بیان کړم. خو له څو ورځو راهیسې د ځان په اړه فکر کوم؛ د تېرو پنځو کلونو په اړه. دا چې که وغواړم د دغو پنځو کلونو درد ولیکم، له کومه ځایه یې پیل کړم؟ له هغې ورځې چې له یوه ښار څخه بل ښار ته کډوالېدو؟ له هغې ورځې چې خپل مکتب مې له لاسه ورکړ؟ له هغې ورځې چې پوه شوم نور د کانکور ازموینه نه شم ورکولای؟ له هغو کلونو چې په کور کې پاتې شوم؟ له هغو شپو چې په چوپتیا مې د خپلو هیلو لپاره ژړل؟ او که له نن ورځې چې په بل هېواد کې ژوند کوم، خو لا هم نه یم توانېدلې له خپل وطن څخه زړه وشلوم؟
نه پوهېږم له کوم یوه یې پیل کړم. کلمې مې ورکې کړې دي. داسې ښکاري چې کلمې هم د افغان نجونو د دغو پنځو کلونو د درد او کړاو پر وړاندې شرمېدلې دي.
هغه تیاره ورځې مې ښه په یاد دي؛ له هغې ورځې چې جوزجان مو پرېښود، تر هغې ورځې چې د کابل د سقوط خبر مې واورېد. کله چې کابل سقوط وکړ، نور هېڅ شی د پخوا په څېر پاتې نه و.
یوه موده مو په کابل کې ژوند وکړ. وروسته بېرته جوزجان ته ستانه شو؛ زما د مکتب لپاره، زما د ورور لپاره، د پلار د دندې لپاره او د هغه ژوند لپاره چې لا مو هیله لرله ښايي دوام ورکړای شو. خو ژوند نور د پخوا په څېر نه و. نور مو نه شو کولای په لوړ غږ وخاندو، وګرځو او حتی په ازادۍ ساه واخلو.
مکتبونه، پوهنتونونه او ټول علمي مرکزونه یو په بل پسې زما د وطن د نجونو پر مخ وتړل شول. د هغو نجونو لپاره چې ټول عمر یې د زدهکړو په خوب کې تېر کړی و، د دغو دروازو تړل کېدل زموږ د راتلونکي د یوې برخې نړېدل وو.
کله ناکله له ځانه سره فکر کوم چې زه بختوره وم. ما وکولای شول مکتب پای ته ورسوم. په ۲۰۲۲ کال کې، د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د نجونو د وروستي فراغت په دوره کې فارغه شوم. بالاخره، له ډېرو هڅو وروسته، په ۲۰۲۴ کال کې پاکستان ته راغلم. دلته مې په خپلې خوښې څانګه کې پوهنتون پیل کړ. سفر اسانه نه و. له ډېرو لوړو ژورو مې تېر شوم، څو وکولای شم خپلو زدهکړو ته دوام ورکړم او له همدې امله خوشحاله وم.
خو همدا خوشحالي له ځان سره یو بل درد هم لري؛ د ګناه احساس. ځکه زه وتوانېدم، خو ډېرې نجونې ونه توانېدې. زرګونه افغان نجونې، له بېسارو استعدادونو سره، لا هم د تړلو دروازو تر شا بندې پاتې دي.
هغه نجونې چې کتابونه یې لا هم د خونې په یوه کونج کې پراته دي. هغه نجونې چې د مکتب یونیفورم یې لا هم نه دی غورځولی. هغه نجونې چې د داکترې کېدو خوب یې درلود. هغه نجونې چې غوښتل یې خبریالانې شي. او ښايي نن یوازینی کار چې کولای یې شي، هغو کتابونو ته کتل وي چې نور یې د پرانیستلو اجازه نه لري.
نن افغانستان د نړۍ یوازینی هېواد دی چې پکې نجونې له شپږم ټولګي پورته، یوازې د خپل جنسیت له امله له زدهکړو محرومې دي.
دغه پنځه کاله د افغان ښځو او نجونو لپاره له درد، کړاو، تیارو او نه ختمېدونکو اوښکو ډک وو. هغه ښځې او نجونې چې یوازې د مکتبونو د دروازو له تړل کېدو سره مخ نه شوې؛ بلکې ورو ورو د عامه ژوند له بېلابېلو برخو هم څنډې ته کړل شوې. د کار، تګ راتګ، ټولنیز حضور او د ورځني ژوند د ډېرو ازادیو حقونه یې محدود شوي دي.
او زه له ځانه پوښتم: ایا نړۍ ورسره عادت شوې ده؟ ایا پنځه کاله بسنه نه کوي؟ یوه افغانه نجلۍ باید څو نور کلونه د مکتب د دروازې تر شا ودرېږي، څو نړۍ پوه شي چې دا یوازې له زدهکړو محرومیت نه دی؛ دا له راتلونکي محرومیت دی. دا د یوه نسل درد دی.
زه تېرو پنځو کلونو ته له ځان سره دوام ورکوم. هر چېرې چې ځم، افغانستان له ما سره دی.
پنځه کاله تېر شول. پنځه کاله له هغې ورځې چې افغانستان سقوط وکړ او د میلیونونو انسانانو ژوند بدل شو. زما لپاره دغه پنځه کاله یوازې د کلیزې پنځه کلونه نه دي. په دغو پنځو کلونو کې یوه نه اخیستل شوې کانکور ازموینه شته؛ یو له لاسه تللی پوهنتون، د نیمې شپې ژړاګانې، مهاجرت، له کورنۍ لرېوالی، د بېرته ستنېدو وېره او د وطن د لیدو ارمان.
خو یو شی لا هم نه دي توانېدلي له موږ واخلي: زموږ غږ.
زه لیکم، ځکه نه غواړم هېر یې کړو. د هغې نجلۍ لپاره لیکم چې لا هم پر خپلو خوبونو باور لري. د هغې نجلۍ لپاره چې د وېرې له امله یې خپل غږ ټیټ کړی دی. د هغو نجونو لپاره چې مقاومت یې وکړ. د هغې مور لپاره چې نه پوهېږي د لور راتلونکی به یې څه وي. او د خپل ځان لپاره؛ د هغې مرسل لپاره چې د ښارونو د سقوط، مهاجرت، د پوهنتونونو د تړل کېدو او له ژړا ډکو شپو په منځ کې لا هم هیله لري، زدهکړه کوي او لیکي.
افغان نجونو پنځه له دردونو ډک کلونه شاته پرېښي، خو لا هم ماتې شوې نه دي. زه به لیکلو ته دوام ورکړم او تر هغې ورځې چې زموږ غلا شوی راتلونکی بېرته موږ ته راونه ګرځي، چوپه به نه شم.






