د ښځو د حرکت شبکې له پاکستانه د افغانانو د جبري ایستلو پر وړاندې د نړیوالې ټولنې پر چوپتیا نیوکه وکړه
- Maryam Naiby
- 22 hours ago
- 3 min read

د ښځو د حرکت شبکې له پاکستانه د افغانستان د پناه غوښتونکو جبري ایستل غندلي او د دې بهیر پر وړاندې یې د نړیوالې ټولنې پر چوپتیا او بېعملۍ نیوکه کړې ده. دغې شبکې ویلي، ښځې، خبریالان، مدني فعالان او نور له خطر سره مخ کسان د پاکستان او طالبانو ترمنځ د سیاسي ترینګلتیا بیه پرې کوي.
دغه شبکې د پاکستان له حکومت څخه غوښتي چې د هغو کسانو جبري ایستل سمدستي ودروي چې افغانستان ته د بېرته ستنېدو په صورت کې د نیول کېدو، شکنجې، جبري نادرکه کېدو یا مرګ له خطر سره مخ دي.
د دې شبکې غړو په پاکستان کې د اعتراضي حرکت په ترسره کولو او د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، د پناه غوښتونکو ډلهییز ایستل، پرته له دې چې د هر کس وضعیت جلا وڅېړل شي، «غیرانساني» دي او د جبري بېرته ستنولو د منع له اصل سره په ټکر کې دي.
په اعلامیه کې راغلي، معترضې ښځې، د بشري حقونو فعالان، خبریالان، د مدني ټولنې غړي، هنرمندان، قاضیان، پخواني امنیتي ځواکونه او هغه کسان چې د خپلو فعالیتونو له امله د طالبانو له خوا تر تعقیب لاندې دي، د بېرته ستنولو په صورت کې د نیول کېدو، شکنجې، جبري نادرکه کېدو او حتی مرګ له خطر سره مخ کېږي.
د ښځو د حرکت شبکې ویلي، د پاکستان او طالبانو ترمنځ سیاسي ترینګلتیا باید لامل نه شي چې د افغانستان پناه غوښتونکي د سیاسي فشار په وسیله بدل شي.
دغه شبکې له ملګرو ملتونو، د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي کمېشنرۍ، د بشري حقونو له شورا او د بشري حقونو له ملاتړو دولتونو څخه هم غوښتي چې له خطر سره مخ کسانو ته د خوندي او قانوني لېږد لارې برابرې کړي.
د اعلامیې په یوه برخه کې راغلي: «په داسې حال کې چې د افغانستان ښځې د جنسیتي اپارتاید نظام تر سیوري لاندې له خپلو تر ټولو لومړنیو بشري حقونو محرومې شوې دي، ډېری نړیوال لوبغاړي لا هم له طالبانو سره تعامل او د اړیکو عادي کولو ته دوام ورکوي.»
د ښځو د حرکت شبکې د پخواني جمهوریت د یو شمېر چارواکو، سیاستوالو او د افغانستان د بانفوذه څېرو چوپتیا هم د پناه غوښتونکو د ایستلو او د ښځو د ځپلو پر وړاندې نیوکلې او ویلي یې دي چې هغوی نه شي کولای د افغانستان د خلکو د اوسني وضعیت پر وړاندې ځان له اخلاقي مسؤلیت څخه خلاص وبولي.
دغه شبکې د پاکستان له حکومت څخه غوښتي چې د هغو کسانو لپاره چې له جدي خطر سره مخ دي، د خوندیتوب استثنا په پام کې ونیسي. له نړیوالې ټولنې یې هم غوښتي چې د پناه غوښتونکو د ساتنې، د طالبانو د هغه څه د پای ته رسولو لپاره چې دا شبکه یې «جنسیتي اپارتاید» بولي، او د دغې ډلې د حساب ورکوونکي کولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.
په اعلامیه کې راغلي: «نړۍ باید د افغانستان ښځې یو ځل بیا یوازې پرېنږدي. په اقدام کې هره ورځ ځنډ ښايي د لا ډېرو انسانانو د ژوند د له لاسه ورکولو معنا ولري.»
دا غوښتنه داسې مهال مطرح کېږي چې په پاکستان کې د افغانستان د وګړو نیول او ایستل دوام لري. د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړیوال سازمان د وروستي ګډ راپور له مخې، یوازې د اګست له ۲مې تر ۸مې پورې یو زر او ۴۰۶ افغان وګړي په پاکستان کې نیول شوي دي. په همدې موده کې ۱۶ زره او ۴۶۰ افغانان افغانستان ته ستانه شوي چې یو زر او ۴۱۰ تنه یې ایستل شوي دي.
د افغانانو پراخ بېرته ستنېدل داسې مهال روان دي چې افغانستان له جدي بشري او اقتصادي بحرانونو سره مخ دی او ښځې او نجونې لا هم د زدهکړو، کار او په عامه ژوند کې د حضور په برخه کې د طالبانو تر پراخو محدودیتونو لاندې دي.






