په ننګرهار کې د کور د چت نړېدل؛ د یوې کورنۍ درې غړي مړه شوي
- Zan News

- 1 day ago
- 1 min read

د طالبانو مسوولان په ننګرهار کې وايي چې د دې ولایت د اچین ولسوالۍ کې د یوه کور د چت د نړېدو له امله د یوې کورنۍ درې غړي مړه شوي او یو ماشوم ټپي شوی دی.
په ننګرهار کې د طالبانو د والي رسنیز دفتر د سهشنبې په ورځ (د غويي ۲۹مه) په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا پېښه تېره شپه شاوخوا ۱۰:۰۰ بجې د اچین ولسوالۍ د عبدالخېل په سیمه کې رامنځته شوې ده.
د اعلامیې له مخې، سخت توپان د یوه استوګنیز کور د چت، دېوال او ۲ خونو د نړېدو لامل شوی دی. د دې پېښې په پایله کې یو ۳۲ کلن سړی، یوه ۳۴ کلنه ښځه او یو ۳ کلن ماشوم مړه شوي دي.
په ننګرهار کې د طالبانو رسنیز دفتر ویلي چې په دې پېښه کې یوه ۱۰ کلنه نجلۍ هم ټپي شوې ده. د طالبانو په وینا، دا ماشومه د درملنې لپاره روغتیايي مرکز ته لېږدول شوې ده.
عبدالمتین مخلص، د طالبانو د اچین ولسوال، ویلي چې د قربانیانو جسدونه د سیمې د اوسېدونکو په همکارۍ له خاورو او ډبرو لاندې راایستل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو اوونیو کې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې سختو بارانونو، توپانونو او سېلابونو ورته پېښې رامنځته کړې دي.



