top of page

یوه ځوان سړي په کابل کې د بېوزلۍ او بې‌کارۍ له امله ځان ته اور واچاوه

  • Writer: Zan News
    Zan News
  • 1 day ago
  • 1 min read
Social Media
Social Media

سیمه‌ییزې سرچینې په کابل کې وايي چې یوه ځوان سړي نن سه‌شنبه (د غويي ۲۹مه) د بې‌کارۍ او اقتصادي فشارونو په اعتراض کې د هوايي ډګر سړک ته نږدې ځان ته اور اچولی دی.


د عیني شاهدانو په وینا، دا پېښه د کابل ښار په لسمه ناحیه کې، د آریا ښارګوټي د درېیم فاز ته نږدې رامنځته شوې ده.


شاهدانو ویلي چې دې سړي ځان د کابل د انجینرۍ پوهنځي فارغ‌التحصیل معرفي کړی او ویلي یې دي چې له بېلابېلو ادارو سره له مراجعې سره سره، د کار په موندلو نه دی بریالی شوی.


د شاهدانو د روایت له مخې، هغه تر دې اقدام مخکې له بېوزلۍ، بې‌کارۍ او اقتصادي فشارونو شکایت کړی او ویلي یې دي چې نور کور ته د بېرته تګ او خپلې کورنۍ ته د ځواب ویلو توان نه لري.


سیمه‌ییزو سرچینو ویلي چې د سیمې اوسېدونکي بریالي شوي چې اور مړ کړي او دا سړی وژغوري. د هغوی په وینا، هغه سخت سوځېدلی او د خلکو له تماس وروسته د شیخ زاید روغتون د امبولانس په وسیله روغتون ته لېږدول شوی دی.


تر اوسه د دې کس د هویت او روغتیايي وضعیت په اړه دقیق جزییات نه دي خپاره شوي.


دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې چې افغانستان د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له سخت اقتصادي کړکېچ سره مخ دی. د ملګرو ملتونو او نړیوالو بنسټونو راپورونو څو ځله خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې میلیونونه کسان نه شي کولای د ژوند لومړنۍ اړتیاوې پوره کړي. په دې وضعیت کې بې‌کاري، بېوزلي او اقتصادي فشارونه، په ځانګړي ډول پر ځوانانو او زیان‌منو کورنیو، جدي ټولنیزې او رواني پایلې پرېښې دي.

 
 
bottom of page