د طالبانو پنځه کلنې واکمنۍ د پخواني حکومت له ښځینه کارکوونکو سره څه وکړل؟
- Ariahn Raya
- 27 minutes ago
- 4 min read

شپه د کبرا لپاره د استراحت وخت نه دی. کله چې تیاره پر کور خپره شي، یوه پوښتنه یې ذهن نه پرېږدي:
که سبا کار پیدا نه شي، د کور ډوډۍ به له کومه شي؟
هغه یو وخت د کابل د امنیې قوماندانۍ کارکوونکې وه او میاشتنی معاش یې ۱۳ زره او ۵۰۰ افغانۍ و. عاید یې ډېر نه و، خو د هغې په وینا، «ګوزاره پرې کېده». د کورنۍ د لګښتونو یوه برخه یې پرې کوله او لږ تر لږه پوهېده چې د میاشتې په پای کې د ژوند د چلولو لپاره څه پیسې لري.
د جمهوریت له سقوط پنځه کاله وروسته، هغه عاید نور نشته. کبرا اوس د خلکو په کورونو کې کار کوي؛ کالي وینځي، کورونه پاکوي او د پیسو د ګټلو لپاره هر هغه کار کوي چې توان یې ولري. خو کله ناکله حتی کار هم نه پیدا کېږي او د کورنۍ دسترخوان یې تش پاتې کېږي.
۴۱ کلنه کبرا زننیوز ته وایي: «د جمهوریت په نظام کې هم د بېوزلۍ له امله دولتي ادارې ته پناه یووړه او هغه ۱۳ زره او ۵۰۰ افغانۍ چې راکول کېدې، ښې وې، ګوزاره پرې کېده.»
هغې وایي، د طالبانو له بېرته راتګ وروسته یې نور هېڅ هیله نه لرله چې بېرته دولتي دندې ته ستنه شي.
«کله چې طالبان راغلل، یوازې ښځې نه، بلکې د پخواني نظام نارینه یې هم کافران بلل او د امریکایانو په سترګه یې ورته کتل، نو ماته به یې څنګه دنده راکړې وای. لنډه دا چې په ډېر خراب مالي وضعیت کې یو.»
هغه څه چې کبرا په لومړي سر کې له لاسه ورکړل، یوه دنده وه، خو د وخت په تېرېدو د دې بېکارۍ اغېزې د هغې د ژوند ټولو برخو ته ورسېدې.
هغه د هغو شپو یادونه کوي چې لوږې یې د کورنۍ غړو ته د خوب اجازه نه ورکوله.
«ډېر ځله داسې شوي چې شپه مو په وږي نس تېره کړې تر سهاره پورې. سل ځله به د لوږې له امله له خوبه راویښ شو. ما خوب نه شو کولای، ځکه ډېره وږې وم، خو څه وکړو؟»
کبرا د لا زیات وضاحت لپاره نه درېږي. هماغه وروستۍ جمله بیا تکراروي: «خو څه وکړو؟»
اوس د خلکو په کورونو کې کار د هغې د ورځني ژوند یوه برخه ګرځېدلې؛ هغه کار چې کله ناکله یې د ډېرو لږو پیسو په بدل کې ترسره کوي.
«ځینې ورځې داسې شوې چې د یوې ټوټې وچې ډوډۍ لپاره مې د خلکو جامې وینځلې دي.»
خو د کبرا لپاره بېوزلي یوازې د جېب تشوالی نه دی. هغه وایي، کله ناکله د خلکو په کورونو کې د کار پر مهال له سپکاوي سره هم مخ کېږي.
«د هغو خلکو په کورونو کې چې صفایي کوم، ځینې راسره پرزه کوي او ملنډې راباندې وهي.»
هغه ښځه چې یو وخت یې په یوه دولتي اداره کې ثابت معاش درلود، اوس د خپلې کورنۍ د لګښتونو د برابرولو لپاره په داسې کار پورې تړلې ده چې نه ثابت عاید لري او نه معلومه ده چې سبا به ورته کار پیدا شي که نه.
د کبرا کیسه په بلخ کې هم تکرارېږي.
ساجده، د جمهوریت د حکومت د یوې ادارې پخوانۍ کارکوونکې، د طالبانو له بېرته راتګ وروسته خپله دنده له لاسه ورکړه او اوس د خیاطۍ په یوه کارځای کې کار کوي.
هغه وایي، کله چې دولتي کارکوونکې وه، ژوند ساده و، خو مشخص عاید یې درلود.
«یو وخت دولتي کارکوونکې وم او ښه و، عاید مې درلود او د کورنۍ لګښتونه پرې کېدل.»
اوس د ساجدې عاید د هغو مشتریانو په شمېر پورې تړلی چې کارځای ته ورځي.
«اوس چې زما حال وینئ، کله خیاطي کوم او مشتری وي، کله بیا بېځایه ورځ تر ماښامه تېره کړم او د شپې تش لاس کور ته ځم.»
هغه ثابت معاش نه لري او په سلنه کار کوي.
«زه په دې کارځای کې په فیصدي کار کوم، له هر سلو افغانیو شل افغانۍ ماته راکوي.»
د ساجدې لپاره، چې ځان د کورنۍ نفقه ورکوونکې بولي، د ثابتې دندې نه لرل دا معنا لري چې هره ورځ له یوې پوښتنې سره مخ وي: ایا نن به کور ته د وړلو لپاره پیسې ولري؟
هغه د ښځو پر وړاندې د طالبانو پر سیاست نیوکه کوي او وایي: «طالبان ښځه وینځه او د جنسي ارضا لپاره وسیله ګڼي، فکر کوي ښځه باید یوازې په کور کې وي.»
وروسته خپله هغه پوښتنه مطرح کوي چې ځواب یې د ډېرو نفقه ورکوونکو ښځو لپاره ساده نه دی:
«اوس هغه ښځه چې زما په څېر د کور نفقه ورکوونکې وي او پیسې ونه لري، څه وکړي؟ له کومه ډوډۍ پیدا کړي؟ په کومه لاره د خپل ماشوم او اولاد نس موړ کړي؟»
دا پوښتنه یوازې د کبرا او ساجدې نه ده.
۴۳ کلنه ارزو، د غزني اوسېدونکې، هم د جمهوریت د حکومت کارکوونکې وه. هغه اوس د ژوند د لګښتونو او خپلې درملنې د مصارفو د برابرولو له ستونزو خبرې کوي.
د ارزو لپاره د طالبانو پنځه کلنه واکمني یوازې یو سیاسي بدلون نه و. هغه وایي، دې بدلون په مستقیم ډول د خلکو ورځنی ژوند سخت کړی دی.
«طالبانو پنځه کاله کېږي واک اخیستی، خو د خلکو ژوند یې په جهنم بدل کړی او هېواد یې په سختۍ پنځوس کاله شاته وړی دی.»
د ثابت عاید په نشتوالي کې، هغه لګښتونه چې یو وخت د مدیریت وړ وو، اوس ورته درانه شوي دي؛ د کور له ورځنیو مصارفو نیولې تر درملنې پورې.
د کبرا لپاره تېرو پنځو کلونو له داسې شپو سره تېر شوي چې کله ناکله وږې ویده شوې ده. د ساجدې لپاره له هغو ورځو سره چې تر ماښامه یې په کارځای کې د مشتریانو په تمه تېرې کړې او تش لاس کور ته ستنه شوې ده. د ارزو لپاره بیا د ژوند او درملنې د لګښتونو له اندېښنو سره.
د دغو درېیو ښځو روایتونه ښيي چې د هغو ښځو لپاره د دندې له لاسه ورکول، چې د کورنۍ د لګښتونو یوه برخه یې برابروله، یوازې د معاش له لاسه ورکولو معنا نه لرله. اغېزې یې د کور تر دسترخوان، درملنې، اقتصادي امنیت او ورځني ژوند پورې رسېدلې دي.
هغه پوښتنه چې ساجده یې مطرح کوي، په پای کې لا هم پر خپل ځای پاتې ده: هغه ښځه چې د کورنۍ نفقه ورکوونکې وي، خو د کار اجازه یا فرصت ونه لري، د خپلو ماشومانو د ژوند لګښتونه به له کومه برابروي؟






