د فراه په وادهیزو مراسمو کې د طالبانو باجاخیستنه؛ کورنۍ تر دوچنده فشار لاندې
- Ariahn Raya
- Mar 31
- 2 min read

«طالبانو زموږ د لوڼو له پیشکش او مهر څخه باج اخیستل پیل کړي دي…»
«مخکې له دې چې خپله لور د چا نکاح ته ورکړو، باید د طالبانو لپاره د باج په فکر کې شو…»
«ډېری خلک اړ شوي چې خپل د واده مراسم ساده کړي یا یې وځنډوي.»
د فراه ولایت د لیرې پرتو سیمو د اوسېدونکو دا څرګندونې د طالبانو یو ټکان ورکوونکی او وېرونکی اقدام څرګندوي. په داسې حال کې چې طالبان د «اسلامي عدالت» د پلي کولو او د افغانستان د خلکو، په ځانګړي ډول د ښځو، د ملاتړ ادعا کوي، د فراه له ولایته تازه راپورونه د دې ډلې د کړنو یو بشپړ متفاوت او اندېښمنوونکی انځور وړاندې کوي.
د دې ولایت اوسېدونکي وايي، طالبان نه یوازې د خلکو پر ډوډۍ مالیه لګولې، بلکې د هغوی د لوڼو د طویانې پیسې هم د دې ډلې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د مأمورانو له باجاخیستنې خوندي نه دي پاتې شوي.
سیمهییز راپورونه ښيي چې د طالبانو د عشر او زکات راټولوونکي، د خلکو له کرنیزو حاصلاتو او لږو عوایدو سربېره، د واده په مراسمو کې هم له کورنیو څخه پیسې غواړي.
دا اقدام په داسې حال کې کېږي چې ډېری کورنۍ له سختې بېوزلۍ او د ژوند له کړکېچ سره مخ دي.
عبدالرحمن، د پیرکُندر کلي اوسېدونکی، زننیوز ته د طالبانو پر دې کړنو نیوکه کوي او وايي: «مخکې له دې چې خپله لور د چا نکاح ته ورکړو، باید د طالبانو لپاره د باج په فکر کې شو. موږ د پورونو او بېوزلۍ تر بار لاندې ژوند کوو. کله چې خپله لور واده کوو، طالبان د مرستې پر ځای له هماغه مراسمو او د لور له پیشکش څخه هم پیسې اخلي. دا نور ظلم دی، مالیه نه ده.»
ګلمحمد، د فراه ولایت د ساوزګزي کلي اوسېدونکی، هم زننیوز ته وايي: «طالبان له هر څه مالیه اخلي؛ له ځمکې، له کاره، او اوس حتی زموږ له خوښیو، د خپلې لور له مهره هم. دا کارونه خلک ستړي او ناهیلي کړي دي.»
محمدیونس، د دې ولایت د ده شیخ کلي اوسېدونکی، هم زننیوز ته وايي: «له دې وروسته اړ یو چې مخکې له دې چې خپله لور واده کړو، د لور د پیشکش د مالیې پیسې په پور واخلو او طالبانو ته یې ورکړو. ډېری کورنۍ اړ شوې چې د واده مراسم ساده کړي یا یې وځنډوي، ځکه د دې اضافي لګښتونو د ورکولو توان نه لري. کېدای شي یو کس هېڅ مهر هم وانخلي، خو طالب راځي او وايي چې تاسو محفل کړی، د خپلې لور د پیشکش مالیه ورکړئ.»
طالبانو تر اوسه د دې راپورونو په اړه په رسمي ډول څه غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې مخکې یې ټینګار کړی چې د عشر او زکات راټولول د شریعت له احکامو سره سم ترسره کوي.
خو منتقدان وايي، دودیزو مراسمو لکه طویانې ته د مالیې غځول د خلکو پر شخصي ژوند د زیاتېدونکي فشار نښه ده.



