د ملګرو ملتونو ویاند: طالبان باید تبعیضي قوانین او فرمانونه لغوه کړي
- Zan News

- 4 days ago
- 1 min read

د ملګرو ملتونو د سازمان ویاند سټېفن دوجاریک ویلي چې طالبان باید د نړیوالو بشري حقونو د اصولو د مراعت لپاره ټول تبعیضي قوانین او فرمانونه لغوه کړي.
دوجاریک دا څرګندونې د یوې خبري ناستې پر مهال د طالبانو د قضايي اصولنامې د توشیح په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې کړې دي.
د ملګرو ملتونو د ویاند په وینا، د دې سازمان سیاسي مأموریت او ورسره همکارې بشري حقونو ادارې دواړو تایید کړې چې د طالبانو له خوا وضع شوي پراخ فرمانونه او قوانین د افغانستان د خلکو بشري حقونه، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو حقونه، تر پښو لاندې کوي.
هغه زیاته کړې چې کابل ته د سیاسي چارو لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیالې روزمري ديکارلو د سفر پیغام هم د طالبانو د چارواکو هڅول او تر فشار لاندې راوستل وو، څو دا قوانین لغوه کړي او د ټولو افغانانو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو، د بنسټیزو بشري حقونو او انساني کرامت تضمین یقیني شي.
د طالبانو د عدلیې وزارت د دې ډلې د قضايي اصولنامې پر ضد نیوکو ته په غبرګون کې ویلي چې د طالبانو قوانین «د اسلامي شریعت سره سم» دي او هر ډول اعتراض پرې «د شریعت پر وړاندې اعتراض او جرم» بلل کېږي. دغه وزارت خبرداری ورکړی چې د طالبانو د قوانینو پر وړاندې معترض کسان به تر قانوني تعقیب لاندې ونیول شي.



