د ملګرو ملتونو چارواکو له طالبانو وغوښتل چې د ښځو او نجونو حقونه تأمین کړي
- Zan News

- Jul 9
- 2 min read

الکساندر دیکرو، د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام رییس، او برهم صالح، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر، له طالب چارواکو سره په لیدنه کې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د اساسي حقونو د تأمین غوښتنه کړې ده.
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د چهارشنبې په ورځ د (چنګاښ ۱۷مه) په یوه اعلامیه کې ویلي چې دغو دوو چارواکو افغانستان ته د خپل ګډ سفر په پای کې له طالب چارواکو سره لیدلي دي.
د دغو دوو ادارو په وینا، د ملګرو ملتونو چارواکو په دې لیدنه کې ټینګار کړی چې ښځې او نجونې باید وکولای شي د افغانستان په ټولنیز او اقتصادي ژوند کې بشپړه ونډه ولري.
هغوی ویلي چې د کورنیو د پیاوړتیا، د ټولنو د ثبات او د افغانستان د راتلونکي د ښه کېدو لپاره د ښځو او نجونو حضور ضروري دی.
د ملګرو ملتونو دغو دوو چارواکو همداراز ویلي چې د مرستندویه ادارو ښځینه کارکوونکې باید اجازه ولري ښځو او نجونو ته، په ځانګړي ډول بېرته ستنېدونکو ښځو ته، لاسرسی پیدا کړي او هغوی ته مرسته ورسوي.
دا غوښتنه په داسې حال کې مطرح شوې چې افغانستان د کډوالو د پراخ بېرته ستنېدو له څپې سره مخ دی. د UNDP او UNHCR د ګډې اعلامیې له مخې، له ۲۰۲۳ کال راهیسې له شپږ میلیونو ډېر افغانان هېواد ته راستانه شوي او تمه کېږي چې د ۲۰۲۶ کال تر پایه شاوخوا ۲.۵ میلیونه نور کسان هم افغانستان ته ستانه شي.
برهم صالح ویلي چې د افغانستان نږدې نیمایي نفوس بشري مرستو ته اړتیا لري. د هغه په وینا، د میلیونونو نورو افغانانو له بېرته ستنېدو سره پر کورنیو او سیمهییزو ټولنو فشار زیات شوی دی.
هغه ټینګار کړی چې یوازې بېړنۍ مرسته بسنه نه کوي او د افغانستان اوږدمهاله ښه کېدل د ټولو افغانانو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو، په ګډون پورې تړلي دي.
الکساندر دیکرو هم ویلي چې بېرته ستنېدونکي کار، لومړنیو خدماتو او د خپل ژوند د بیا جوړولو فرصتونو ته اړتیا لري. د هغه په وینا، د هغو کسانو لپاره چې افغانستان ته ستنېږي، بېرته ستنېدل د لارې پای نه دی، بلکې د یوې نوې مرحلې پیل دی.
طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له بیا واکمنېدو وروسته د ښځو او نجونو پر زدهکړو، کار او ټولنیز حضور پراخ محدودیتونه لګولي دي. دې محدودیتونو د مرستندویه ادارو کار هم ستونزمن کړی دی. ملګرو ملتونو څو ځله ویلي چې په افغانستان کې ښځو او نجونو ته د مرستو رسولو لپاره د ښځینه کارکوونکو حضور ضروري دی.






