د هرات زېږنتون؛ د هغو میندو کیسې چې د خپلو نویو زېږېدلو ماشومانو له جسدونو سره ستنېږي
- Ariahn Raya
- 2 minutes ago
- 4 min read

صفورا هېڅکله دا فرصت پیدا نه کړ چې د خپل لومړي ماشوم د ژړا غږ واوري.
هغه له زرګونو هیلو سره د هرات د حوزوي روغتون زېږنتون ته ورغله، هغه ځای چې باید د ماشوم د ژوند پیل یې وای، خو د یوې هیلې پر پای بدل شو.
۲۱ کلنه صفورا وايي، هیله یې درلوده چې زوی ولري او یوه ورځ د خپل معلول پلار ترڅنګ ودرېږي، خو دا هیله د ناروغانو په ګڼهګوڼه، د امکاناتو په کمښت او د ډاکترانو د پر وخت پاملرنې په نشتون کې خاورو ته وسپارل شوه.
هغه وايي: «کاش ډاکتر وای. نوم یې روغتون دی، خو امکانات او خدمات نه شته. ماشوم مې وزېږېد، خو مړ شو. له سلو هیلو سره راغلم، خو د خپل ماشوم له جسد سره ستنېږم، ځکه ډاکتران ډېر کم دي او هېڅ پاملرنه نه کېږي.»
د هرات د زېږنتون په دهلېزونو کې د صفورا کیسه استثنا نه ده، بلکې د هغو ښځو د ورځني واقعیت یوه برخه ده چې د خپل او خپلو ماشومانو د ژوند ژغورلو لپاره دې مرکز ته ورځي.
ازیتا، بله ښځه چې خپل نوی زېږېدلی ماشوم یې له لاسه ورکړی، وايي سختې ګرمۍ او د یخولو د لومړنیو امکاناتو نشتون یې د نوې زېږېدلې لور د مړینې لامل شوی دی.
هغه وايي: «که څه هم مرګ او ژوند د خدای په لاس کې دي، خو کوټې له ناروغانو ډکې وې. ان یوه پنکه هم نه وه او هوا ډېره ګرمه وه. لور مې د همدې له امله مړه شوه.»
روبیکا هم هېڅکله دا فرصت پیدا نه کړ چې د خپل ماشوم ساه اخیستل وویني.
هغه د متخصصو ډاکترانو او قابلو کمښت د خپل ماشوم د مړینې لامل بولي.
هغه وايي: «ناروغان ډېر دي، خو ډاکتران نه لرو. کله چې پوهنتونونه تړلي وي، ډاکتر له جومات او مدرسې نه جوړېږي. ماشوم مې له زېږېدو مخکې د ډاکتر د نشتون له امله مړ شو.»
هغه زېږنتون چې نور د ژوند د منلو ظرفیت نه لري

د دې روغتیايي مرکز د کارکوونکو د معلوماتو له مخې، هره ورځ له ۲۰۰ تر ۲۵۰ ښځې د زېږون یا د نسایي او ولادي خدماتو لپاره د هرات حوزوي روغتون ته مراجعه کوي، په داسې حال کې چې د دې څانګې رسمي ظرفیت یوازې ۱۰۰ بسترونه دی.
د دې روغتون یوه ډاکتر، چې د امنیتي اندېښنو له امله یې نه غوښتل نوم یې خپور شي، وايي کله ناکله دوه ناروغانې پر یوه بستر بسترېږي او ځینې ښځې اړ کېږي چې ساعتونه پر ځمکه یا د کوټو دباندې انتظار وکړي.
هغه وايي: «موږ ۱۰۰ بسترونه لرو، خو په ځینو ورځو کې د زېږونونو شمېر ۱۲۰ ته رسېږي. کافي امکانات نه شته. کله چې هره ورځ تر ۲۵۰ ناروغانو مراجعه کوي، نور د ځواب ویلو توان له منځه ځي.»
د دې ډاکتر په وینا، هره میاشت نږدې درې زره ماشومان په دې زېږنتون کې زېږي. خو تر ټولو اندېښمنوونکې موضوع د نویو زېږېدلو ماشومانو د مړینې شمېر دی.
هغه وايي، په منځنۍ توګه هره ورځ شاوخوا ۲۰ نوي زېږېدلي ماشومان تر زېږون وروسته مري او نږدې ۸۰ نور مړه زېږي. د هغه په وینا، دا شمېرې د افغانستان د لوېدیځ په یوه ستر روغتیايي مرکز کې د روان ناورین ژوروالی ښيي.
د نویو زېږېدلو ماشومانو مړینه؛ له زدهکړو د نجونو د محرومولو دروند قیمت

دا ناورین په داسې حال کې په هرات کې روان دی چې طالبانو په نږدې پنځو کلونو کې د افغانستان د زرګونو نجونو او ښځو پر مخ د پوهنتونونو دروازې تړلې دي. هغه نجونې چې ډېری یې باید د هېواد د روغتیايي نظام راتلونکې ډاکترانې، قابلې، نرسانې او متخصصانې شوې وای.
افغانستان له پخوا هم د ښځینه روغتیايي کارکوونکو له سخت کمښت سره مخ و، هغه کمښت چې په نسایي او ولادي څانګو کې حیاتي اهمیت لري. خو د طالبانو تعلیمي محدودیتونو د ډاکترانو او قابلو د نوي نسل د روزنې بهیر هم درولی دی.
نن د هرات په زېږنتون کې د دې سیاستونو پایلې د هغو میندو په څېرو کې لیدل کېږي چې خپل ماشومان یې له لاسه ورکړي او د هغو ستړو ډاکترانو په غږونو کې اورېدل کېږي چې په لږو امکاناتو د ناروغانو د ګڼېګوڼې پر وړاندې ولاړ دي.
کله چې نجونې له ټولګیو او پوهنتونونو محرومېږي، ناورین یوازې په ښوونیزو مرکزونو کې نه پاتې کېږي، بلکې کلونه وروسته د زېږون په کوټو، بېړنیو څانګو او د هغو ناروغانو د بسترونو ترڅنګ راڅرګندېږي چې نور یې د درملنې لپاره ډاکتر نه شته.
د ژړا او چوپتیا ترمنځ
د هرات په زېږنتون کې هره ورځ لسګونه ماشومان نړۍ ته سترګې پرانیزي، خو د یو شمېر نورو ژوند تر پیل مخکې پای ته رسېږي.
د صفورا، ازیتا او روبیکا لپاره شمېرې هېڅ مانا نه لري. هغوی خپل ماشومان په شمېرو نه حسابوي.
د هرې شمېرې تر شا یو ماشوم دی چې باید لوی شوی وای، ګرځېدلی وای، خبرې یې کړې وای او راتلونکی یې لرلی وای، خو د امکاناتو د کمښت، د ناروغانو د ګڼېګوڼې او د افغانستان د ښوونیز او روغتیايي نظام د تدریجي ړنګېدو په منځ کې یې هېڅکله د ژوند فرصت پیدا نه کړ.






