top of page

د پاکستان د ولسمشر ویاند د ښځو پر وړاندې د طالبانو پر تګلارو نیوکه وکړه

Writer: Zan News
Zan News
Sep 24
1 min read
Source: @murtazasolangi / X
Murtaza Solangi, spokesperson for Pakistan’s president
Source: @murtazasolangi / X

د پاکستان د ولسمشر ویاند مرتضی سولنګي د افغانستان د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو پر محدودیتونو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې دغې ډلې د هېواد نیمایي نفوس په کورونو کې بندي کړی او له زده‌کړو، کار او بنسټیزو ازادیو یې محروم کړی دی.


سولنګي د پنجشنبې په ورځ د (تلې په ۲مه) په خپله اېکس‌پاڼه کې د افغان ښځو د انځورونو په خپرولو سره د هغوی پر وړاندې د طالبانو پر تګلارو نیوکه وکړه.


هغه په نورو څرګندونو کې طالبان د قومي او مذهبي اقلیتونو پر ځپلو هم تورن کړي او ویلي یې دي چې دغه ډله له پاکستان سره د ترینګلتیا په زیاتولو هڅه کوي د افغانستان له کورنیو ستونزو څخه د خلکو پام واړوي.


دا نیوکې په داسې حال کې مطرح کېږي چې واک ته د طالبانو له بېرته ستنېدو پنځه کاله وروسته، د افغانستان نجونې لا هم له شپږم ټولګي پورته له زده‌کړو محرومې دي او ښځې په پوهنتونونو کې د زده‌کړو او په ډېرو برخو کې د کار اجازه نه لري.


سولنګي همدارنګه خبرداری ورکړی چې پاکستان به د طالبانو د هغو اقداماتو پر وړاندې، چې هغه یې پاروونکي بولي، شاتګ ونه کړي. هغه ویلي چې له پاکستان سره د مقابلې دوام به د طالبانو ستونزې نورې هم زیاتې کړي.


دا دریځ په کندهار، پکتیا او خوست کې د پاکستان له تازه بریدونو سره هم‌مهاله څرګند شوی دی. طالبان وایي، په دغو بریدونو کې څلور ملکي وګړي وژل شوي دي. پاکستان هم اعلان کړی چې د افغانستان له خاورې د بې‌پیلوټه الوتکو د بریدونو په ځواب کې یې ۱۰ ځایونه په نښه کړي دي.

 
 
bottom of page