د ځواکمنو ښځو غورځنګ: د افغانستان د نجونو محرومیت نورمال مه ګڼئ
- Maryam Naiby
- 5 days ago
- 2 min read

په ایران کې مېشت د افغانستان د ځواکمنو ښځو غورځنګ واک ته د طالبانو د بېرته ستنېدو د پنځمې کلیزې په درشل کې وایي، له زدهکړو، کار او ټولنیز او سیاسي ګډون څخه د ښځو او نجونو حذفول، د بشري حقونو ښکاره نقض او د افغانستان د سولې او ثبات پر وړاندې جدي خنډ دی.
د دغه غورځنګ غړو زننیوز ته په استول شویو ویډیوګانو کې، په ایران کې د یوه اعتراضي حرکت په ترسره کولو سره، د ۲۰۲۱ کال د اګست ۱۵مه د افغانستان د معاصر تاریخ له تر ټولو ترخو بدلونونو څخه بللې ده. هغه ورځ چې د دوی په وینا، د میلیونونو وګړو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو ژوند، د بحران او محرومیت نوي پړاو ته داخل شو.
دغه غورځنګ په هغه اعلامیه کې چې د پنجشنبې په ورځ، د زمري په ۱۵مه، یې خپره کړې، ویلي چې واک ته د طالبانو له بېرته ستنېدو پنځه کاله وروسته، ښځې او نجونې لا هم د منظم حذف او تبعیض له تګلارو سره مخ دي او له زدهکړو، کار، ټولنیز او سیاسي ګډون او ډېرو اساسي حقونو څخه محرومې شوې دي.
په اعلامیه کې راغلي: «د افغانستان د ښځو حقونه د معاملې وړ نه دي. د نجونو د زدهکړو حق د مذاکرې وړ نه دی. انساني کرامت د ځنډولو وړ نه دی.»
د افغانستان د ځواکمنو ښځو غورځنګ له ملګرو ملتونو، دولتونو او نړیوالو بنسټونو غوښتي چې د طالبانو پر وړاندې د چوپتیا، نرمښت او د اړیکو د نورمال کولو تګلاره پرېږدي او د افغانستان د خلکو د حقونو او ازادیو د رښتینې ملاتړ لپاره عملي اقدام وکړي.
دغه غورځنګ له نړیوالې ټولنې هم غوښتي چې د افغانستان د نجونو د یوه بشپړ نسل محرومیت په یوه «نورمال واقعیت» بدل نه کړي او د طالبانو سره په سیاسي تعاملاتو کې د ښځو او نجونو حقونه د سیاسي مصلحتونو قرباني نه کړي.
په اعلامیه کې ټینګار شوی چې د افغانستان د راتلونکې په اړه هر ډول سیاسي بهیر، د ښځو او مدني ټولنې د استازو له واقعي او اغېزمن حضور پرته، نه شي کولای تلپاتې او عادلانه سولې ته لار هواره کړي.
دغه غورځنګ ویلي، د ټولنې د نیمايي برخې له اساسي ژوندی ډګرونو حذفول، نه یوازې د بشري حقونو نقض دی، بلکې د افغانستان د پرمختګ، ثبات او راتلونکې پر وړاندې خنډ هم دی.






