د ښځو حرکت شبکه: د پناهغوښتونکو د ایستلو پر وړاندې د نړۍ چوپتیا «د شرم وړ» ده
- Maryam Naiby
- 2 days ago
- 3 min read

د ښځو حرکت شبکې له پاکستانه د افغان پناهغوښتونکو د جبري ایستلو پر وړاندې د نړیوالې ټولنې چوپتیا او بېعملي «د شرم وړ» بللې ده. دا شبکه وايي، د افغانستان زرګونه ښځې او نارینه د ایستلو او د طالبانو واکمنۍ ته د بېرته ستنېدو د خطر ترمنځ بند پاتې دي.
دې شبکې په یوه اعلامیه کې ویلي چې ملګري ملتونه، د کډوالو عالي کمېشنري، د بشري حقونو شورا، هغه دولتونه چې د بشري حقونو د دفاع ادعا کوي، او نور نړیوال بنسټونه د له خطر سره مخ پناهغوښتونکو د برخلیک پر وړاندې اخلاقي او انساني مسوولیت لري.
په اعلامیه کې راغلي چې په داسې حال کې چې د افغانستان ښځې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له خپلو تر ټولو لومړنیو حقونو محرومې شوې دي، یو شمېر نړیوال لوبغاړي لا هم له دې ډلې سره تعامل او د اړیکو عادي کولو ته دوام ورکوي.
د ښځو حرکت شبکې ویلي چې دې چوپتیا او تعاملونو طالبان لا زړور کړي او د افغانستان خلک، په ځانګړي ډول ښځې، یې لا ډېر له خطر سره مخ کړي دي.
دې شبکې همداراز د پخواني جمهوریت د چارواکو، سیاستوالو، مشرانو او د افغانستان د بانفوذه څېرو چوپتیا غندلې ده.
په اعلامیه کې راغلي: «هغه کسان چې کلونه د واک په تر ټولو لوړو مقامونو کې وو او نن په خوندي هېوادونو کې ارام او بېاندېښنې ژوند کوي، په داسې حال کې چې د افغانستان میلیونونه وګړي د تېرو پرېکړو، ناکامیو او سیاستونو دروند لګښت د بېځایه کېدو، بېسرنوشتی، زندان، بېوزلۍ او تبعید په بڼه پرې کوي.»
د ښځو حرکت شبکې ویلي چې دا کسان نه شي کولای ځانونه د افغانستان د اوسني وضعیت له اخلاقي او تاریخي مسوولیت څخه بېبرخې وبولي. دې شبکې د پناهغوښتونکو د ایستلو، د ښځو د ځپلو او د طالبانو لهخوا د بشري حقونو د نقض پر وړاندې د هغوی چوپتیا «د افغانستان د خلکو په حق کې بله خیانت» بللې ده.
د اعلامیې په بله برخه کې د افغان پناهغوښتونکو پر وړاندې د پاکستان د حکومت پر سیاست هم نیوکه شوې ده.
دې شبکې ویلي چې پاکستان کلونه د افغانستان د میلیونونو وګړو کوربه و، په داسې حال کې چې له طالبانو سره یې نږدې اړیکې لرلې؛ خو د اسلاماباد او طالبانو ترمنځ د تاوتریخوالي له زیاتېدو وروسته، پناهغوښتونکي د سیاسي فشار په وسیله بدل شوي دي.
د دې شبکې په وینا، معترضې ښځې، مدني فعالان، خبریالان، د بشري حقونو مدافعان او د طالبانو نور مخالفان د دې اختلافونو بیه پرې کوي؛ هغه کسان چې افغانستان ته د بېرته ستنول کېدو په صورت کې ښايي له نیونې، شکنجې، جبري ورکېدو او حتی مرګ سره مخ شي.
د ښځو حرکت شبکې خبرداری ورکړی چې د پناهغوښتونکو ډلهییز ایستل، پرته له دې چې د هر کس وضعیت په جلا توګه وڅېړل شي، د زیانمنونکو کسانو ژوند له خطر سره مخ کوي. دې شبکې ویلي چې داسې ځای ته د کسانو ستنول چې هلته د ځورونې او تعقیب له خطر سره مخ وي، د «جبري نه ستنولو» له اصل سره په ټکر کې دي.
په اعلامیه کې ټینګار شوی چې معترضې ښځې، خبریالان، د بشري حقونو فعالان، هنرمندان، قاضیان، پخواني امنیتي ځواکونه او نور هغه کسان چې طالبان یې تعقیبوي، باید د ایستلو له بهیر څخه مستثنا او له بېړني ملاتړ څخه برخمن شي.
د ښځو حرکت شبکې د پاکستان له حکومت څخه غوښتي چې د هغو کسانو ایستل چې له جدي خطر سره مخ دي، سمدستي ودروي او هغوی ته د خوندیتوب استثنا په پام کې ونیسي.
دې شبکې همداراز له ملګرو ملتونو، دیموکراتیکو دولتونو او نړیوالو بنسټونو غوښتي چې له خطر سره مخ کسانو ته د انتقال خوندي او قانوني لارې برابرې کړي او د افغان پناهغوښتونکو د ساتنې لپاره عملي اقدام وکړي.
پاکستان د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر کې د بېاسناده کډوالو د پراخ بېرته ستنولو بهیر پیل کړ؛ هغه طرحه چې تر ډېره یې افغان وګړي په نښه کړي وو. د کډوالۍ نړیوال سازمان د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر څخه د ۲۰۲۶ کال د جون تر ۱۵مې پورې له ۲.۵ میلیونو ډېر افغان وګړي له پاکستانه راستانه شوي دي. د ۲۰۲۵ کال د اپرېل له لومړۍ نېټې راهیسې له ۲۱۱ زرو ډېر کسان هم ایستل شوي دي.
د بشري حقونو د څار سازمان د ۲۰۲۶ کال په اپرېل کې راپور ورکړی چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د تاوتریخوالي له زیاتېدو سره، د پولیسو چاپې، خپلسري نیونې او د پناهغوښتونکو ایستل زیات شوي دي. دې بنسټ ویلي چې خبریالان، د بشري حقونو فعالان، د طالبانو منتقدان او له پخواني حکومت سره تړلي کسان د بېرته ستنېدو په صورت کې د ځورونې او تعقیب له خطر سره مخ دي.
د ښځو حرکت شبکې خبرداری ورکړی چې په اقدام کې هره ورځ ځنډ کولای شي د نورو کسانو ژوند له خطر سره مخ کړي او نړیواله ټولنه باید د افغانستان ښځې او نور زیانمنونکي پناهغوښتونکي یو ځل بیا یوازې پرې نه ږدي.






