د ښځو حرکت شبکه: له نجونو پرته کانکور د جنسیتي اپارتاید رسمي سند دی
- Maryam Naiby
- Jul 7
- 3 min read

د ښځو حرکت شبکې د ۱۴۰۵ کال د کانکور د پایلو د اعلان په غبرګون کې ویلي چې د دې ازموینې د پایلو اعلان، له حتی یوې نجلۍ پرته، د «عدالت، برابرۍ او د افغانستان د راتلونکي د ښخېدو» نښه ده.
د ۱۴۰۵ کال د عمومي کانکور پایلې د دوشنبې په ورځ د (چنګاښ ۱۵مه) د طالبانو د ملي ازموینو ادارې لهخوا اعلان شوې. دا ازموینه د څلورم پرلهپسې کال لپاره د نجونو له حضور پرته ترسره شوه؛ هغه موضوع چې د ښځو او بشري حقونو د فعالانو پراخ غبرګونونه یې راپارولي دي.
د ښځو حرکت شبکې د سهشنبې په ورځ د (چنګاښ ۱۶مه) په یوه اعلامیه کې ویلي چې له نجونو پرته کانکور «کانکور نه دی»، بلکې د دې شبکې په وینا، «د جنسیتي اپارتاید رسمي سند او د افغانستان د ټولنې د نیمایي برخې سیستماتیک حذف» دی.
په دې اعلامیه کې راغلي: «نن طالبانو د افغانستان د کانکور پایلې له حتی یوې نجلۍ پرته اعلان کړې. دا ورځ د علم د بریا ورځ نه ده، بلکې د عدالت، برابرۍ او د افغانستان د راتلونکي د ښخېدو ورځ ده.»
د راپورونو له مخې، شاوخوا ۱۲۰ زره داوطلبانو د سږ کال په کانکور کې ګډون کړی او شاوخوا ۷۴ زره او ۵۰۰ کسان د لوړو زدهکړو بنسټونو ته بریالي شوي دي. راشد، د پهلوان زوی، د پروان ولایت څخه د ۳۶۰ نومرو په اخیستو سره د سږ کال د کانکور عمومي اول نمره شوی دی.
خو د دغو داوطلبانو په منځ کې هېڅ نجلۍ حضور نه درلود. د افغانستان نجونې د طالبانو د محدودیتونو له امله له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو، پوهنتون او په کانکور کې له ګډون څخه محرومې شوې دي.
د ښځو حرکت شبکې ویلي چې له کانکور څخه د نجونو محرومیت یوازې د طالبانو د تګلارو پایله نه ده، بلکې د «نړیوالې ټولنې د چوپتیا، بېعملۍ او ناکارآمدو سیاستونو» پایله هم ده.
دې شبکې په خپله اعلامیه کې طالبان د نجونو له زدهکړو او راتلونکي څخه د محرومولو له امله غندلي او له ملګرو ملتونو، د بشري حقونو د دفاع مدعي دولتونو او نړیوالو بنسټونو یې غوښتي چې د تکراري اعلامیو د صادرولو پر ځای عملي اقدام وکړي.
د اعلامیې په یوه برخه کې راغلي: «تر کومه وخته به د افغانستان نجونې ستاسو د بېعملۍ بیه پرې کوي؟»
د ښځو حرکت شبکې ویلي چې بېپایلې ناستو، تکراري اعلامیو او بېاغېزې ډیپلوماسۍ هېڅ نجلۍ ښوونځي ته نه ده ستنه کړې او د هېڅ پوهنتون دروازه یې د نجونو پر مخ نه ده پرانیستې.
دې شبکې زیاته کړې چې د نړیوالې ټولنې چوپتیا او بېعملي د دې لامل شوې چې طالبان د ښځو او نجونو د حذف په سیاست کې لا زړور شي او له زدهکړو څخه د هغوی محرومیت په یوه عادي بهیر بدل شي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو له ۲۰۲۱ کال راهیسې، له بیا واکمنېدو وروسته، له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي وتړل او وروسته یې ښځې او نجونې پوهنتون ته له تګ څخه هم منع کړې. دې محدودیتونو میلیونونه نجونې د زدهکړو له دوام او د مسلکي راتلونکي له جوړولو محرومې کړې دي.
د ښځو حرکت شبکې د خپلې اعلامیې په پای کې ویلي: «افغانستان له نجونو پرته راتلونکی نه لري او له نجونو پرته کانکور یوازې د عدالت، انسانیت او نړیوال وجدان د سقوط ګواهي ده.»
له کانکور څخه د نجونو محرومیت یوازې له یوې تعلیمي ازموینې څخه د هغوی حذف نه دی. دا سیاست پوهنتون، تخصصي کار، اقتصادي خپلواکۍ او د افغانستان په راتلونکي کې ګډون ته د نجونو د ننوتلو لاره بندوي. د ښځو د حقونو فعالان وايي، تر هغه چې د ښوونځي، پوهنتون او کانکور دروازې د نجونو پر مخ تړلې وي، د تعلیمي عدالت او د افغانستان د راتلونکي په اړه هېڅ ادعا د دفاع وړ نه ده.






