top of page

د ښځو د غورځنګونو ائتلاف: له نجونو پرته کانکور علمي مشروعیت نه لري

  • Maryam Naiby
  • 7 days ago
  • 2 min read

د افغانستان د معترضو ښځو د غورځنګونو خپلواک ائتلاف، له نجونو پرته د کانکور د پایلو د اعلان په غبرګون کې ویلي چې دا ازموینه «علمي مشروعیت» نه لري او د افغانستان له زده‌کړو او راتلونکي څخه د ښځو او نجونو د سیستماتیک حذف نښه ده.


دې ائتلاف د پنجشنبې په ورځ د (چنګاښ ۱۸مه) په هغې اعلامیه کې چې زن‌نیوز ته یې رالېږلې، د طالبانو له‌خوا د کانکور د پایلو اعلان غندلی او ویلي یې دي چې د افغانستان میلیونونه نجونې نږدې پنځه کاله کېږي له زده‌کړو، تحصیل او په کانکور کې له ګډون څخه محرومې پاتې دي.


په اعلامیه کې راغلي چې د داسې کانکور د پایلو اعلان، چې پکې هېڅ نجلۍ ته د ګډون اجازه نه وه ورکړل شوې، تعلیمي لاسته راوړنه نه ده، بلکې د دې ائتلاف په وینا، «د جنسیتي اپارتاید ښکاره نښه او د افغانستان د نیمایي نفوس د زده‌کړو او راتلونکي له حقه سیستماتیک محرومول» دي.


د افغانستان د معترضو ښځو د غورځنګونو خپلواک ائتلاف ویلي چې د نجونو د زده‌کړو پر وړاندې د طالبانو سیاست لنډمهاله اقدام نه دی، بلکې د افغانستان له تعلیمي، ټولنیزو او عامه ډګرونو څخه د ښځو د حذف د بهیر یوه برخه ده.


دې ائتلاف خبرداری ورکړی چې له زده‌کړو د نجونو د محرومیت پایلې یوازې تر ښوونځي او پوهنتون پورې نه محدودېږي. د دې غورځنګ په وینا، د بشري پانګې له منځه وړل، د فقر پراخېدل، د اجباري کډوالۍ زیاتېدل، د نابرابرۍ تشدید او د افغانستان وروسته‌پاتې کېدل، له زده‌کړو څخه د میلیونونو نجونو د محرومیت مستقیمې پایلې دي.


د افغانستان د معترضو ښځو د غورځنګونو خپلواک ائتلاف طالبان د بشري حقونو د پراخ نقض او د میلیونونو نجونو د راتلونکي د له منځه وړلو مستقیم مسوول بللي او ویلي یې دي چې د دې ډلې سیاستونه باید په نړیواله کچه تر تعقیب او ځواب‌ویلو لاندې ونیول شي.


دې غورځنګ له ملګرو ملتونو، نړیوالو بنسټونو، دولتونو او د بشري حقونو له مدافعانو غوښتي چې له «اندېښنې څرګندولو» ورهاخوا لاړ شي او په افغانستان کې د جنسیتي اپارتاید د پای ته رسولو لپاره عملي او الزام‌آور اقدامات وکړي.


په اعلامیه کې راغلي چې د دې وضعیت پر وړاندې چوپتیا او بې‌عملي د هغې دوام ته مشروعیت ورکوي.


طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له بیا واکمنېدو وروسته، نجونې له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو، پوهنتون او په کانکور کې له ګډون څخه محرومې کړې دي. له کانکور څخه د نجونو محرومیت یوازې له یوې ازموینې څخه د هغوی حذف نه دی؛ دا سیاست لوړو زده‌کړو، تخصصي کار، اقتصادي خپلواکۍ او د افغانستان په راتلونکي کې ونډې اخیستو ته د نجونو د داخلېدو لاره تړي.

 
 
bottom of page