top of page

د یوناما مشره: ملګري ملتونه د افغانستان له خلکو خپل ملاتړ ته دوام ورکوي

Tamanna Mohammadi
33 minutes ago
1 min read
Rabab Fatima, UN Special Representative for Afghanistan and Head of UNAMA, stands beside the United Nations flag and the UNAMA office sign in Kabul, wearing a pink jacket.
Source: UNAMA

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې رباب فاطمه، د افغانستان له خلکو د دغه سازمان د ملاتړ پر دوام ټینګار کړی او ویلي یې دي چې ملګري ملتونه د انساني کرامت د ساتنې، د فرصتونو د برابرولو او د افغانانو د ژوند د ښه کولو لپاره ژمن دي.


فاطمې د شنبې په ورځ د (لړم په ۲مه) د ملګرو ملتونو د جوړېدو د ۸۱مې کلیزې په مناسبت په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي چې د افغانستان راتلونکی د دغه هېواد د خلکو دی او ملګري ملتونه به همداسې د هغوی ترڅنګ پاتې شي.


هغې په ۱۹۴۶ کال کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان غړیتوب ته په اشارې ویلي چې دغه سازمان د جګړو، وچکالۍ، بې‌ځایه کېدو او بشري بحرانونو پر مهال د افغانستان د خلکو ملاتړ کړی دی.


د یوناما مشرې همدارنګه له هغو ښځو او نارینه‌وو، ځوانانو، د ټولنې له مشرانو، ښوونکو، روغتیايي کارکوونکو او مرستندویانو څخه مننه کړې چې د ستونزو سره سره خلکو ته خدمت کوي.


فاطمې په افغانستان کې موجودو ننګونو ته په اشارې ویلي چې د دغه هېواد د خلکو وړتیاوې، هیلې او ظرفیتونه تر هغو ستونزو ډېر پراخ دي چې ورسره مخ دي.


هغې همدارنګه ټینګار کړی چې په افغانستان کې د خپل ماموریت له پیلېدو سره، د خلکو د نظرونو اورېدو او له هغوی سره همکارۍ ته ژمنه ده.


دا پیغام په کابل کې د فاطمې د رسمي ماموریت له پیلېدو څو ورځې وروسته خپور شوی دی. یوناما د اکتوبر په ۱۸مه اعلان کړی و چې هغې د دې پلاوي د مشرتابه مسؤلیت پر غاړه اخیستی دی.


 
 
bottom of page