top of page

یونیسف په افغانستان کې د اوبو د بحران د زیاتېدو خبر ورکړ

Eliah Omari
1 hour ago
1 min read
A group of children in Nawa village, Afghanistan, gather around a water tap to fill colorful plastic containers with fresh water.
Image: Pixnio / CC0 Public Domain

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) استازي تاج‌الدین اویوالی، په هېواد کې د اوبو د بحران د زیاتېدو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې دغه وضعیت د ماشومانو او سیمه‌ییزو ټولنو پر ژوند اغېز کوي.


اویوالي د شنبې په ورځ د (لړم په ۲مه) په یوه پیغام کې اقلیمي فشارونه، اوبو ته د اړتیا زیاتوالی، د اوبو له سرچینو څخه تر اندازې زیات استفاده، د بودجې او زیربناوو کمښت او د اوبو د سرچینو د مدیریت ستونزې د دې بحران د زیاتېدو له لاملونو بللي دي.


هغه همدارنګه د ملګرو ملتونو له غړو هېوادونو، مرسته کوونکو او نړیوالو مالي بنسټونو څخه مننه کړې چې د افغانستان د اوبو د بحران په اړه د یونیسف په معلوماتي غونډه کې یې ګډون کړی و.


تر دې وړاندې، یونیسف راپور ورکړی و چې په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان ۴۶ سلنه کورنیو پاکو څښاک اوبو ته لاسرسی خپله تر ټولو مهمه اندېښنه بللې وه، په داسې حال کې چې دا کچه په ۲۰۲۴ کال کې شاوخوا ۳۱ سلنه وه.


یونیسف همدارنګه ویلي چې په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان شاوخوا ۲۵ سلنه کورنیو د څښاک لپاره له ناسمو اوبو سرچینو څخه استفاده کوله.


د پاکو اوبو او روغتیايي خدمتونو کمښت د ناروغیو او خوارځواکۍ خطر زیاتوي او د ماشومانو او زیان‌منونکو کورنیو وضعیت لا سختوي.

 
 
bottom of page