دیدبان حقوق بشر: طالبان د ښځو حضور په رسنیو کې نږدې صفر ته راولي
- Zan News

- 1 day ago
- 3 min read

دیدبان حقوق بشر ويلي، طالبانو له بيا واکمنېدو راهيسې د افغانستان د رسنيو ازادي بېساري توګه سرکوبه کړې او د ښځو حضور يې په رسنيو کې نږدې صفر ته راکم کړی دی.
دغه بنسټ د پنجشنبې په ورځ (۱ لړم) په يو تازه راپور کې ويلي چې په تېرو څلورو کلونو کې رسنۍ د طالبانو د استخباراتو تر سخت سانسور او څار لاندې راغلي، او د دې ډلې سیمهییز چارواکي د قوانينو د خپلسري پلي کولو له لارې د رسنيزې فضا د سخت محدودېدو لامل شوي دي.
په راپور کې راغلي: «رسنيو راپور ورکړی چې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر مامورين په مکرر ډول د قوانينو د مراعت د څار لپاره، په ځانګړي ډول د ښځو او نارينهوو د کار د ځای د جلاوالي او د حجاب د مراعات ډاډ لپاره، رسنيو ته ورځي.»
دیدبان حقوق بشر ټينګار کړی چې دغه محدوديتونه د ښځینه خبریالانو شمېر په شدیده توګه کم کړی دی؛ داسې چې په ډېرو ولايتونو کې نور هېڅ ښځينه خبریاله په رسنيو کې کار نهکوي.
ښځینه خبریالانو ويلي چې دندې پر مهال په کليوالو سيمو کې اړ دي له محرمو سره سفر وکړي او اجازه نهلري له طالب چارواکو سره خبرې وکړي.
فرشته عباسي، د افغانستان لپاره د دیدبان حقوق بشر څېړونکې ويلي: «که څه هم ټول افغان خبریالان زیانمن شوي او ډېر یې له هېواده وتلي، خو ښځينه خبریالان تر ټولو زيات اغېزمنې شوې دي.»
دغه نهاد زياته کړې چې طالبان ښځينه خبریالانې اړې کړې چې د دوی لهخوا ټاکل شوی حجاب واغوندي، او په رسنيزو او تلويزيوني خپرونو کې يې د هغوی حضور سخت محدود کړی دی. همدارنګه، د هغو سریالونو او خپرونو خپرول هم منع شوي چې ښځې پکې ګډون لري.
په راپور کې ويل شوي، طالبان له خپرېدو مخکې رسنيز راپورونه لولي او هر هغه مطلب سانسور کوي چې د دوی په باور د خلکو «روحيه او ذهنيت» کمزوری کوي. دغه فشارونو ډېر خبریالان دې ته اړ کړي چې ځانسانسور وکړي او خپل راپورونه يوازې د رسمي او تشريفاتي پېښو لکه د جايزو د وېش، ډيپلوماتيکو ليدنو او پراختيايي پروژو پوښښ ته محدود کړي.
يو خبریال چې په کابل کې مېشت دی، دیدبان حقوق بشر ته ويلي چې دوه ځله يوازې له دې امله نيول شوی چې د دولتي مراسمو راپور يې نهدی خپور کړی. بل خبریال هم ويلي چې له يو دولتي محفل څخه د نهګډون وروسته، د راپور ورکولو حق ترې اخيستل شوی دی.
دیدبان حقوق بشر د تبعيدي افغان خبریالانو له سخت حالت سره هم اشاره کړې او ويلي يې دي چې ډېری يې په ګاونډيو هېوادونو کې د اجباري اخراج له خطر سره مخ دي. دغه بنسټ له کوربه هېوادونو غوښتي چې د «نهاخراج» اصل مراعت کړي او افغان خبریالان، په ځانګړي ډول ښځې، له جبري بېرتهستنېدو خوندي وساتي.
فرشته عباسي ټینګار کړی: «د طالبانو لهخوا د رسنيو سرکوب په داسې حال کې زيات شوی چې افغانستان نن له ازادو او خپلواکو رسنيو سره تر هر بل وخت زياته اړتيا لري.»
هغې زياته کړې: «امريکا، برېتانیا، آلمان او نور هغه هېوادونه چې د افغانانو د بيا مېشتېدو ژمنې يې کړې، بايد له له خطر سره مخ افغان خبریالانو خپل ملاتړ پراخ کړي او ټول اخراجونه افغانستان ته ودروي.»
دیدبان حقوق بشر همدارنګه له پاکستانه دریمو هېوادونو ته د افغان پناهغوښتونکو د بيا مېشتېدو د چټکتیا او له تبعيدي رسنيو، په ځانګړي ډول له ښځينه خبریالانو د ملاتړ غوښتنه کړې ده.
دا څرګندونې په داسې حال کې شوې دي چې طالبان له بيا واکمنېدو وروسته، پر رسنيو او خبریالانو پراخ محدوديتونه لګولي دي، چې له امله يې ګڼ شمېر رسنۍ تړل شوې او سلګونه خبریالان، په ځانګړي ډول ښځې، اړ شوي له هېواده ووځي.



