ريچارد بنټ: طالبان د خلکو د وېرولو لپاره له علني اعدامونو کار اخلي
- Zan News

- 1 day ago
- 2 min read

ريچارد بنټ، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي، د افغانستان په چارو کې د طالبانو وروستی علنی اعدام په بادغیس ولايت کې غندلی او ويلي یې دي چې طالبان له علني اعدامونو د خلکو د وېرولو او د ټولنې د کنټرول لپاره د يو وسيلې په توګه کار اخلي.
بنټ په يو بيان کې زياته کړې: «علنی اعدام او نور ظالمانه مجازات نه يوازې يو وېروونکی ډول تاوتريخوالی دی، بلکې د وېرې د خپرولو او د ټولنې د ځپلو يو قصدي وسيله ده. دا کړنې بايد په څرګنده توګه وغندل شي.»
هغه د طالبانو د عدلي او قضايي جوړښت د عدالت او خپلواکۍ له نشتوالي سره په اشارې وويل: «د اعدام د مجازاتو پلي کول په هر هېواد کې د اندېښنې وړ دي، خو په افغانستان کې چې عادلانه محاکمه نه شته، دا مسئله لا زياته اندېښمنوونکې ده.»
بنټ ټينګار کړی: «د اعدام سزا يوه بېرحمانه، غيرانساني او سپکوونکې جزا ده؛ ډېری وخت په ناعادلانه ډول پلي کېږي، نه بدلېدونکې ده، او د جرم د مخنيوي اغېزمن رول نه شي لوبولی.»
هغه ويلي، د تېرې اوونۍ علنی اعدام د طالبانو د تاوتريخوالي يو بل مثال و، چې د وېرې د خپرولو او د ټولنې د کنټرول په موخه ترسره شو. بنټ له طالبانو غوښتي چې ټول اعدامونه ژر تر ژره ودروي او د دې مجازاتو د بشپړ لغوه کولو بهير پيل کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو سترې محکمې د تله په ۲۴مه نېټه يو سړی، چې د قتل په تور مجرم پېژندل شوی و، د بادغیس ولايت په لوبغالي کې علناً اعدام کړ.
د راپورونو له مخې، له هغه وخت راهيسې چې طالبان په اګست ۲۰۲۱ کې پر افغانستان واکمن شوي، لږ تر لږه ۱۱ تنه په علني ډول اعدام شوي دي.



