ریچارد بنت: په افغانستان کې د چاودېدونکو توکو ۶۷ سلنه قربانیان ماشومان دي
- Zan News

- 15 hours ago
- 2 min read

ریچارد بنت، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی د افغانستان لپاره، په یوه اعلامیه کې په افغانستان کې د چاودېدونکو توکو له امله د تلفاتو، په ځانګړي ډول د ماشومانو ترمنځ، اندېښنه څرګنده کړې او د ماینپاکۍ پروګرامونو لپاره یې د مالي ملاتړ د بیړني زیاتوالي غوښتنه کړې ده.
دا اعلامیه نن پنجشنبه (د وري ۱۳مه) د «ماینونو د پوهاوي او ماینپاکۍ سره د مرستې نړیوالې ورځې» په درشل کې خپره شوې ده.
بنت ویلي چې افغانستان لا هم له هغو هېوادونو څخه دی چې له ماینونو او ناچاودېدلو مهماتو څخه تر ټولو ډېر زیان ویني.
د هغه په وینا، یوازې په ۲۰۲۵ میلادي کال کې د ملکي وګړو د تلفاتو ۴۷۱ پېښې ثبت شوې دي چې ۶۷ سلنه یې ماشومان جوړوي، چې ډېری یې هلکان دي.
هغه زیاته کړې چې شاوخوا ۲۴ سلنه دغه پېښې هغه مهال رامنځته کېږي چې ماشومان په لوبو بوخت وي او په ځینو مواردو کې د فلزي ضایعاتو د راټولولو پر مهال هم پېښېږي.
هغه د کونړ ولایت د جنوري میاشتې یوې پېښې ته په اشارې ویلي چې د ناچاودېدلي مهمات د چاودنې له امله، چې ماشومان ورسره لوبې کولې، یو پنځه میاشتنی ماشوم مړ شوی او شپږ نور کسان، چې ماشومان او لویان پکې شامل دي، ټپیان شوي دي.
بنت همداراز ټینګار کړی چې په وروستیو کلونو کې د نړیوالو مالي مرستو کمېدو د ماینپاکۍ فعالیتونه راکم کړي، ځینې عملیات یې درولي او د پوهاوي خدمات یې محدود کړي دي، چې له امله یې ډېرې سیمې لا هم ککړې پاتې دي او خلک، په ځانګړي ډول ماشومان، له خطر سره مخ دي.
د هغه په خبره، ماینپاکي یوازې د ځمکې د پاکولو لپاره نه ده، بلکې د ماشومانو د زدهکړو ته د لاسرسي، د بېځایه شویو د خوندي بېرته ستنېدو او د ژوند او روغتیا په څېر اساسي حقونو د تأمین لپاره هم ضروري ده.
د یادونې وړ ده چې افغانستان د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی چې د ماینونو، د چاودېدونکو مهماتو پاتې شونو، خوشهیي مهماتو او لاسجوړو بمونو له پلوه تر ټولو ډېر ککړ دی، او ویل کېږي چې په دې هېواد کې له ۱،۰۰۰ کیلومتره مربع څخه ډېره ځمکه ککړه ده. همداراز شاوخوا ۲.۷ میلیونه کسان د دغو سیمو په یو کیلومترۍ کې ژوند کوي.
د ماینونو د پوهاوي او ماینپاکۍ سره د مرستې نړیواله ورځ هر کال د اپرېل په ۴مه لمانځل کېږي؛ هغه ورځ چې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې په ۲۰۰۵ کال کې د ماینونو د خطرونو د پوهاوي لوړولو، د ککړو سیمو د پاکولو د ملاتړ او د قربانیانو، په ځانګړي ډول ماشومانو، د مرستې لپاره ټاکلې ده.



