top of page

زرقا یفتلي د ۲۰۲۶ کال د زاید د انساني همبستګۍ نړیواله جایزه ترلاسه کړه

  • Writer: Zan News
    Zan News
  • Feb 5
  • 1 min read
Photo: Zarqa Yaftali/Facebook
Photo: Zarqa Yaftali/Facebook

زرقا یفتلي، د افغان ښځو د حقونو او د نجونو د زده کړو فعاله، د ۲۰۲۶ کال د «زاید د انساني همبستګۍ نړیواله جایزه» ترلاسه کړه.


دا جایزه په یوه رسمي مراسمو کې د متحده عربي اماراتو د ولسمشر، شیخ محمد بن زاید آل نهیان، له لوري زرقا یفتلي ته ورکړل شوه.


زرقا یفتلي په خپل فېسبوک پاڼه کې په خپاره کړي پیغام کې لیکلي، چې دا جایزه فردي لاسته راوړنه نه ګڼي، بلکې د افغانستان د ښځو د کلونو ګډې مبارزې د رسمیت پېژندنې نښه یې بولي، هغه ښځې چې د پراخو محرومیتونو او سیستماتیک حذف سره سره، د خپلو اساسي حقونو لپاره ولاړې پاتې شوې دي.


یفتلي په دې پیغام کې ټینګار کړی، چې له زده کړو، کار او ټولنیز حضور څخه د ښځو او نجونو محرومول، د بشري حقونو سازمان‌یافته نقض دی او باید عادي ونه بلل شي. هغې زیاته کړې، چې د نړیوالې ټولنې چوپتیا د دې وضعیت پر وړاندې، د بې‌عدالتۍ دوام ته لاره هواروي.


په همدې مراسمو کې، د اذربایجان جمهوریت او ارمنستان د سولې هوکړه او همدارنګه یوه فلسطیني رفاهي اداره هم د دې جایزې د نورو ګټونکو په توګه معرفي شوې دي.


د زاید د انساني همبستګۍ جایزه یوه کلنۍ نړیواله جایزه ده، چې هغو کسانو او بنسټونو ته ورکول کېږي، چې د انساني همبستګۍ، سولې، عدالت او سوله‌ییز ګډ ژوند د پیاوړتیا په برخه کې اغېزمن رول لري. زرقا یفتلي دا جایزه ټولو هغو ښځو ته ډالۍ کړې، چې د ګواښونو او محدودیتونو سره سره، د ښځو د حقونو او د نجونو د زده کړو لپاره هڅې کوي.

 
 
bottom of page