top of page

سعیده میرضیایف: افغانستان ته یوازې د ګواښ په سترګه کتل د ستونزو حل نه دی

Writer: Zan News
Zan News
Sep 24
1 min read
License: Creative Commons Attribution-Share Alike 2.0
© WTO / Tomas Cesałek BAP Services

د ازبیکستان د ولسمشرۍ د دفتر مشرې سعیده میرضیایف په ملګرو ملتونو کې په خپله وینا کې ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه باید د افغانستان خلک له خپلو ستونزو سره یوازې پرېنږدي. هغې ویلي، افغانستان ته یوازې د ګواښ د سرچینې په سترګه کتل د دغه هېواد د ستونزو حل نه دی.


میرضیایف د چهارشنبې په ورځ د (سپټمبر په ۲۳مه) په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په ۸۱مه غونډه کې وویل چې د افغانستان خلک، له بېلابېلو قومونو سره، باید هیلې او فرصتونه ولري، څو وکولای شي سوله‌ییز ژوند ته ورسېږي.


هغې سیمه‌ییزو همکاریو ته په اشارې وویل چې د منځنۍ اسیا هېوادونو هڅه کړې د دې پر ځای چې یو بل ته د ګواښ په سترګه وګوري، خپلې اړیکې د همکارۍ او مشارکت پر بنسټ پراخې کړي. د هغې په وینا، ازبیکستان د افغانستان په اړه هم همدا تګلاره تعقیبوي.


دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د ازبیکستان ولسمشر شوکت میرضیایف تېر کال هم د افغانستان د خلکو د ملاتړ او د دغه هېواد د انزوا د مخنیوي لپاره د نړیوالې ټولنې د ګډو هڅو غوښتنه کړې وه.


خو سعیده میرضیایف د خپلې وینا په هغه برخه کې چې افغانستان ته ځانګړې شوې وه، د ښځو او نجونو پر زده‌کړو او کار د طالبانو محدودیتونو ته مشخصه اشاره ونه کړه.

 
 
bottom of page