top of page

سيما باهوس: «د افغانستان ښځې لا هم هيله لري چې يوه ورځ خپلو ارمانونو ته ورسېږي»

  • Writer: Zan News
    Zan News
  • Oct 7
  • 1 min read
Photo: UN Women/Ryan Brown
Photo: UN Women/Ryan Brown

سيما باهوس، د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې اجراييه رئيسه وايي، د افغانستان ښځې د طالبانو د سختو محدوديتونو او سرکوب سره سره، لا هم هيله لري چې يوه ورځ خپلو ارمانونو ته ورسېږي.


باهوس دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ (۱۴ تله) د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په غونډه کې وکړې چې موضوع يې «ښځې، سوله او امنيت» وه. هغې وويل: «د دوی هيله يو بې‌پايه خوب نه دی، بلکې يو سياسي دريځ، يو محکومیت او يو الهام‌بښونکی پيغام دی.»


د هغې په وينا، د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې موندنې ښيي چې د افغانستان ۹۲ سلنه وګړي، د نارينه‌وو په ګډون، غواړي چې نجونې زده‌کړې ته لاسرسی ولري.


باهوس خبرداری ورکړ چې د نړيوالو بوديجو کمېدل د افغان نجونو د زده‌کړې فرصتونه له خطر سره مخ کوي. هغې پر نړيوالې ټولنې غږ وکړ چې په ښځو متمرکزو بنسټونو کې بېړنۍ پانګونه وکړي او د ښځو حضور د پرېکړو او د سولې د خبرو په بهيرونو کې تضمين کړي.


دغه غونډه د «کله چې ښځې مشري کوي، سوله رامنځته کېږي» تر عنوان لاندې جوړه شوې وه او تمرکز يې د جګړه‌ځپلو هېوادونو، له افغانستانه نيولې تر غزې او سوډان پورې، د سولې په بهيرونو کې د ښځو پر رول وو.


د باهوس څرګندونې په داسې حال راځي له هغه چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د يو پرېکړه‌ليک په تصويب سره د افغانستان لپاره يو خپلواک ميکانيزم جوړ کړ، څو د طالبانو له لوري د بشري حقونو سرغړونې مستندسازي او عاملان يې نړيوالو محکمو ته وروپېژني.

 
 
bottom of page