سیویکوس: ښځې حتی په پټو کورنیو اعتراضونو کې هم د طالبانو د نیولو له خطر سره مخ دي
- Maryam Naiby
- 2 hours ago
- 3 min read

د سیویکوس مانیتور بنسټ په خپله تازه ارزونه کې ویلي چې په افغانستان کې معترضو ښځو د پېژندل کېدو د خطر د کمولو لپاره خپل اعتراضونه کورونو او تړلو ځایونو ته انتقال کړي دي، خو دغه واړه او پټ اعتراضونه هم هغوی د څار، خپلسرو نیونو او تاوتریخوالي له خطر سره مخ کوي.
دغه بنسټ د چهارشنبې په ورځ د (اګست په ۲۶مه) په افغانستان کې د طالبانو د پنځه کلنې واکمنۍ وروسته د مدني ازادیو د وضعیت په اړه په یوه راپور کې ویلي چې د خپلواکو مدني فعالیتونو او سولهییزو اعتراضونو فضا په افغانستان کې په جدي ډول محدوده شوې ده. سیویکوس د افغانستان مدني فضا له ۱۰۰ څخه په ۸ نمرو سره د «تړلې» کټګورۍ کې راوستې ده.
د راپور له مخې، د ښځو اعتراضي غورځنګونو واک ته د طالبانو د بېرته ستنېدو د پنځم کال په درشل کې خپل فعالیتونه د اعلامیو، شعارونو، اعتراضي سرودونو، سمبولیکو حرکتونو او انلاین کمپاینونو له لارې دوام ورکړی دی. د ښځو ډلو همدارنګه په افغانستان کې دننه او بهر د اعتراضونو او د پیوستون د حرکتونو د ترسره کېدو غوښتنه کړې ده.
سیویکوس وایي، په افغانستان کې دننه ښځې خپل اعتراضونه تر ډېره په شخصي کورونو او نورو تړلو ځایونو کې ترسره کوي او د پېژندل کېدو د خطر د کمولو لپاره دغه حرکتونه محدود او پټ ساتي. د دغه بنسټ په وینا، حتی دا ډول اعتراضونه هم د ښځو لپاره د څار، خپلسرو نیونو او تاوتریخوالي خطر له منځه نه دی وړی.
راپور زیاتوي چې په افغانستان کې د سولهییزو غونډو ازادي په جدي ډول محدوده شوې او د خپلسرو نیونو، ګواښونو او د زور کارولو خطر د طالبانو د تګلارو پر وړاندې د ښکاره اعتراض لپاره ډېر لږ ځای پرې ایښی دی. د سیویکوس په وینا، دا خطر د ښځو د حقونو اړوند اعتراضونو لپاره لا ډېر دی، ځکه د غونډو محدودیت د طالبانو لهخوا د ښځو پر تګ راتګ، لباس او په عامه ژوند کې پر حضور له کنټرول سره یوځای شوی دی.
سیویکوس د راپور په یوه برخه کې د جون د ۹مې په ورځ د هرات د جبرییل سیمې اعتراض ته اشاره کړې ده، هغه اعتراض چې د لباس د ډول له امله د ښځو او نجونو تر نیولو وروسته ترسره شو. د راپور له مخې، د طالبانو ځواکونو د معترضانو د خورولو پر مهال ډزې وکړې؛ یو هلک ووژل شو، لږ تر لږه څلور کسان ټپیان او لږ تر لږه ۱۷ معترضان ونیول شول.
دغه بنسټ وایي، د اعتراض په راتلونکو ورځو کې د طالبانو د استخباراتو مأمورانو د خلکو ګرځنده ټیلیفونونه په تصادفي ډول کتل، څو له اعتراض سره تړلي پیغامونه یا انځورونه پیدا کړي. هغه کسان چې دا ډول محتوا یې په ټیلیفونونو کې موندل کېده، نیول او تر پوښتنو لاندې نیول کېدل.
د راپور له مخې، طالبانو د جون له لومړیو راهیسې په هرات کې د ښځو د لباس د مقرراتو پلي کول سخت کړي دي. سیویکوس د بشري حقونو د څار سازمان په حواله لیکلي چې د جون تر ۷مې لږ تر لږه ۳۰ ښځې د طالبانو د غوښتل شوي لباس د نه رعایت په تور نیول شوې وې. د اګست په لومړیو کې هم د هرات په بېلابېلو برخو کې د ښځو د نیولو نورې پېښې راپور شوې.
سیویکوس همدارنګه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي د راپور په حواله لیکلي چې د ۲۰۲۶ کال د اپرېل څخه تر جون پورې، د طالبانو د امر بالمعروف وزارت مأمورانو ۳۸۹ خپلسرې نیونې او ۶۵ د ناوړه چلند پېښې ترسره کړې دي. یوناما په همدې موده کې د بیان پر ازادۍ د محدودیت دوام، د رسنیو تړل کېدل، د امر بالمعروف د مقرراتو د پلي کېدو سختېدل او له زدهکړو او عامه ژوند څخه د ښځو او نجونو حذف هم ثبت کړی دی.
دغه بنسټ وایي، مدني فعالان، خبریالان او د طالبانو منتقدان هم له سختو محدودیتونو، خپلسرو نیونو، ګواښونو او تاوتریخوالي سره مخ دي. د سیویکوس د ارزونې له مخې، طالبانو پر خپلواکو مدني فعالیتونو محدودیتونه دولتي ادارو، رسنیو، ښوونیزو مرکزونو او عامه ځایونو ته هم غځولي دي.
د سیویکوس راپور په داسې حال کې خپور شوی چې طالبانو په دې وروستیو کې «د شرطې قانون» خپور کړی دی، هغه قانون چې د طالبانو د مشر هبتالله اخوندزاده له توشیح وروسته د دغې ډلې د عدلیې وزارت په رسمي جریده کې خپور شوی دی. د دغه قانون ۵۰مه ماده په ټول افغانستان کې د هر ډول لاریون ترسره کول منع کوي.
سره له دې، د سیویکوس راپور وایي، ښځې د څار، نیولو او تاوتریخوالي له خطر سره سره، لا هم د خپل اعتراض د څرګندولو لپاره له محدودو او پټو لارو کار اخلي.






