top of page

طالبان خپل ښځه‌ضد شریعت هند ته لېږدوي؛ ښځينه خبريالانې د اميرخان متقي له مطبوعاتي کنفرانس څخه منع شوې

  • Maryam Naiby
  • 6 days ago
  • 3 min read
Photo: DrSJaishankar/X
Photo: DrSJaishankar/X

هندي رسنيو راپور ورکړی چې د طالبانو د بهرنيو چارو وزير اميرخان متقي د نوي ډېلي په مطبوعاتي غونډه کې ښځينه خبريالانو ته د ګډون اجازه نه ده ورکړل شوې؛ هغه اقدام چې د هند د خبريالانو او سياست‌والو پراخ غبرګونونه راپارولي دي.


دغه ناسته د جمعې په ورځ (۱۸ تله) د افغانستان د سفارت په ودانۍ کې ترسره شوې وه. د «ان‌ډي‌ټي‌وي» شبکې راپور ورکړی چې په غونډه کې هېڅ ښځينه خبرياله نه وه او د څو ښځينه خبريالانو د ورننوتو مخه نيول شوې ده.


سرچينو دې شبکې ته ويلي چې د بلل شويو کسانو لېست د اميرخان متقي د مل‌هېئت له لوري جوړ شوی و. د «پي‌ټي‌اي» خبري اژانس ليکلي چې هندي لوري غوښتنه کړې وه ښځينه خبريالانې هم راوبلل شي، خو د طالبانو استازو ظاهراً دا غوښتنه رد کړې ده.


د هند د بهرنيو چارو وزارت په غبرګون کې ويلي چې د دې ناستې په جوړولو کې هېڅ رول نه لري او بلنې د «افغان سرقونسل په بمبۍ» له لوري استول شوې دي. دغه وزارت زياته کړې: «د افغانستان د سفارت ساحه د هند د حکومت تر واک لاندې نه ده.»


خو دا وضاحت د خلکو او رسنيو غوسه نه ده ارامه کړې. ښځينه خبريالانو په ټولنيزو شبکو ليکلي چې له دې سره، سره چې د لباس ټول اصول يې مراعت کړي وو، بيا هم د ناستې له ګډون منع شوې.


پريانکا ګاندي وادرا، د کانګرس ګوند مشره، له هندي دولت وپوښتل:

«څنګه دا توهين د هند د وړ ښځو پر وړاندې په هغه هېواد کې روا بلل شوی، چې ښځې يې د هېواد د ویاړ ستنې ګڼل کېږي؟»


د کورنيو چارو پخواني وزير پي. چيدامبرام وويل:

«زه د دې پرېکړې له امله حيران يم. نارينه خبريالانو ته پکار وو چې کله پوه شول ښځينه همکارانې يې څنګ ته کړل شوې، غونډه پرېږدي.»


د رسنيو شنونکو دا اقدام د هند په خاوره کې د طالبانو د جنسیتي تعصب سمبول بللی او دا يې «د منلو نه‌وړ، کرکه او شرموونکی» بللی دی. دوی د هند پر حکومت تور لګولی چې په داسې هېواد کې تبعیض زغمي، چې ځان د ديموکراسۍ او جنسیتي برابري مدافع بولي.


ماهوا موېترا، د «TMC» ګوند پارلماني غړې، د مودي حکومت او د هند د بهرنيو چارو وزير سخت انتقاد کړی او ويلي يې دي:

«تاسو څنګه اجازه ورکړه چې د طالبانو وزير د ښځينه خبريالانو د حذف حق ولري او په هند کې بشپړ نارينه‌محوره مطبوعاتي غونډه د رسمي پروتوکول له مخې ترسره کړي؟ ولې جي شنکر پرې موافقه وکړه؟ او ولې نارينه خبريالان غلي پاتې شول؟»


د هند خپلواکې خبريالې اسمېتا شرما هم ويلي، نه يوازې ښځې له غونډې ګوښه شوې، بلکې د هند د بهرنيو چارو وزير په خپله د متقي سره د ليدنې پر مهال د افغان ښځو او نجونو د وحشتناکې وضعې يادونه هم ونه کړه.


د نوي ډېلي د خبريالانو اتحاديې (DUJ) دا اقدام په کلکه غندلی او د مودي حکومت يې پر دې تورن کړی چې د داسې تبعيض اجازه يې ورکړې ده.


د کانګرس ګوند وياندې پوجا تريپاتي هم وويل:

«زموږ حکومت څنګه جرئت وکړ چې اميرخان متقي ته اجازه ورکړي چې ښځينه خبريالانې د مطبوعاتي ناستې له ګډون څخه منع کړي او په هند کې نارينه‌محوره غونډه ترسره کړي؟ دا د نړيوالې نجونې د ورځې په ورځ ناسم پيغام لېږي.»


په افغانستان کې طالبانو ښځې له زده‌کړې، کار او ټولنيز حضور څخه محرومې کړې دي؛ هغه تګلاره چې د بشري حقونو نړيوالو بنسټونو ورته د «جنسیتي آپارتايد» نوم ورکړی دی. اوس داسې ښکاري چې دا ډله دا سپک او تحقيروونکی چلند له افغانستانه هاخوا هم نندارې ته وړاندې کوي.


دا پېښه د افغانستان دننه او بهر هم پراخ غبرګونونه راپارولي دي. د ټولنيزو شبکو کاروونکو هند د «طالبانو پر وړاندې د تسليمۍ» په تور ياد کړی او ويلي يې دي چې نوی ډېلی بايد د سياسي ګټو په بدل کې د ښځو د سپکاوي پر وړاندې چوپ پاتې نه شي.

 
 
bottom of page