top of page

طالبان: نږدې شپږ زره ښځې او ماشومان په پنجشېر کې د خوارځواکۍ له ستونزې سره مخ دي

  • Writer: Zan News
    Zan News
  • Oct 7
  • 1 min read
Photo: Getty Images via BBC
Photo: Getty Images via BBC

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په پنجشېر ولايت کې ويلي چې نږدې شپږ زره ښځې او ماشومان په دغه ولايت کې د خوارځواکۍ له ستونزې سره مخ دي.


د دې رياست د اعلاميې له مخې، د روان کال په لومړيو شپږو مياشتو کې په پنجشېر کې ۵۹۲۵ د خوارځواکۍ پېښې ثبت شوې دي.


ډاکټر حجت‌الله محمدي، د طالبانو د عامې روغتيا رئيس په پنجشېر کې ويلي، له دې شمېر څخه ۴۲۴۴ ماشومان او ۱۶۸۱ اميدواره ښځې د شديدې يا متوسط خوارځواکۍ سره مخ دي.


د ده په وينا، تر اوسه ۳۶۳۹ ماشومان درملنه شوي او پاتې نور د پاملرنې تر څار لاندې دي. محمدي زياته کړې چې اميدواره ښځې هم د پنجشېر د رُخه، عنابه او مرکزي سيمو په ۳۵ روغتيايي مرکزونو کې درملنه ترلاسه کوي.


هغه ټينګار کړی چې د پنجشېر د عامې روغتيا اداره د طالبانو د عامې روغتيا وزارت او د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق (يونيسف) په همکارۍ هڅه کوي، څو د حالت له لا خرابېدو مخنيوی وشي.


دغه شمېرې په داسې حال کې خپرېږي چې نړيوالو سازمانونو د افغانستان په کچه د لوږې او خوارځواکۍ د بحران د لا خرابېدو خبرداری ورکړی دی. د ملګرو ملتونو د بشردوستانه چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) د راپور له مخې، په هېواد کې له ۱۵ ميليونو زيات کسان له شدیده خوړو ناامنۍ سره مخ دي.


همدارنګه، يونيسف اټکل کړی چې په ۲۰۲۵ کال کې به په ټول افغانستان کې له ۸۷۵ زرو زيات ماشومان او ۶۵۰ زره ښځې د شديدې خوارځواکۍ د عاجلې درملنې اړتيا ولري.

 
 
bottom of page