top of page

طالبانو جاوید نیازی له دوو میاشتو بند وروسته خوشې کړ

  • Writer: Zan News
    Zan News
  • Jul 7
  • 2 min read
Social Media
Social Media

د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان، امسو، اعلان کړی چې د «پیگرد» خبري اژانس مسوول جاوید نیازی د طالبانو له شاوخوا دوو میاشتو بند وروسته خوشې شوی دی.


دې بنسټ ویلي چې د یوه خبریال خوشې کېدل د رسنیو د ازادۍ د تضمین لپاره بسنه نه کوي او طالبان باید ټول زنداني خبریالان او د رسنیو فعالان بې له قید او شرطه خوشې کړي.


امسو د سه‌شنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۶مه) په یوه اعلامیه کې د جاوید نیازی له خوشې کېدو هرکلی کړی، خو د هغه نیول او زنداني کېدل یې «د بشري حقونو او د رسنیو د ازادۍ د اصولو ښکاره نقض» بللي دي.


د دې بنسټ په وینا، د جاوید نیازی همکارانو تأیید کړې چې هغه د دوشنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۵مه) د طالبانو د استخباراتو له څلوېښتم ریاست څخه خوشې شوی او په کابل کې له خپلې کورنۍ سره یوځای شوی دی.


جاوید نیازی د روان کال د غويي په ۱۶مه، د طالبانو استخباراتي ادارې ته تر احضارېدو وروسته نیول شوی و. د هغه د نیولو دقیق دلیل د طالبانو له‌خوا په روښانه ډول نه و اعلان شوی.


امسو ویلي چې منصور نیازی، د طلوع‌نیوز خبریال او د سیاسي خپرونو چلوونکی، او عمران دانش، د دې شبکې خبریال او د سیاسي برخې مسوول، لا هم د طالبانو په بند کې دي.


د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان له طالبانو غوښتي چې ټول زنداني خبریالان او د رسنیو فعالان خوشې کړي او د هغوی اساسي حقونو ته، د مدافع وکیل ته د لاسرسي، عادلانه محاکمې او کاري امنیت په ګډون، درناوی وکړي.


دې بنسټ همداراز له طالبانو غوښتي چې د خبریالانو له ګواښلو، وېرولو، فشار راوړلو او له هغوی څخه د اجباري اعترافونو اخیستو ډډه وکړي. امسو ویلي هېڅ خبریال باید د خپلې مسلکي دندې د ترسره کولو له امله ونه نیول شي، محاکمه نه شي او زنداني نه شي.


دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په نږدې تېرو پنځو کلونو کې پر رسنیو پراخ محدودیتونه لګولي دي. دې محدودیتونو د لسګونو رسنیو د فعالیت د درېدو، د خبریالانو د مهاجرت او په افغانستان کې د بیان د ازادۍ د سخت کمېدو لامل شوي دي.

 
 
bottom of page