top of page

طالبانو په درېیو ولایتونو کې ۱۹ کسان د یوې ښځې په ګډون په عام محضر کې ووهل

  • Writer: Zan News
    Zan News
  • 1 day ago
  • 1 min read
Social Media
Social Media

د طالبانو سترې محکمې اعلان کړی چې ۱۹ کسان، د یوې ښځې په ګډون، په غور، بلخ او نیمروز ولایتونو کې په درو وهلي دي.


دې محکمې نن پنجشنبه، د وري ۱۳مه، په خپرو شوو خبرپاڼو کې ویلي چې دغه کسان د «اخلاقي فساد، د پلار وهل، نامشروع اړیکې، غلا او لواطت» په تور محکوم شوي وو.


د دې محکمې په وینا، د غور ولایت د ساغر ولسوالۍ کې یوه ښځه د «اخلاقي فساد» په تور په ۱۰ درو محکومه شوې وه، چې د طالبانو د سترې محکمې تر تأیید وروسته پرې عملي شو.


په نیمروز ولایت کې هم ۱۷ کسان د «د پلار وهل، نامشروع اړیکې، غلا او لواطت» په تورونو له پنځو میاشتو تر اتو کلونو بند او له ۱۵ تر ۳۹ درو محکوم شوي وو، چې دا حکمونه د طالبانو د قضايي چارواکو په حضور کې تطبیق شوي دي.


همداراز، د بلخ ولایت د شورتيپې ولسوالۍ کې یو کس د «فعل لواطت» په تور په دوه کاله تنفیذي بند او ۳۰ درو محکوم شوی و، چې د طالبانو د سترې محکمې تر تأیید وروسته په یوه غونډه کې پرې عملي شوی دی.


د یادونې وړ ده چې طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، په عام محضر کې د بدني سزاوو تطبیق زیات کړی دی؛ هغه بهیر چې په ځانګړي ډول ښځې د تاوتریخوالي او علني سزاوو له خطر سره مخ کړې دي.

 
 
bottom of page