top of page

طالبانو په سمنګان او بلخ کې شپږ کسان، د دوو ښځو په ګډون، په عام محضر کې ووهل

  • Writer: Zan News
    Zan News
  • 3 days ago
  • 1 min read
Photo: © AP / The Independent
Photo: © AP / The Independent

د طالبانو سترې محکمې اعلان کړی چې شپږ کسان، د دوو ښځو په ګډون، په سمنګان او بلخ ولایتونو کې په درو وهلي دي.


دې محکمې نن سه‌شنبه (د وري ۱۱مه) په خپرو شوو خبرپاڼو کې ویلي چې دغه کسان د «له کوره تېښتې»، «زنا» او «لواطت» په تور محکوم شوي وو.


د دغو خبرپاڼو له مخې، په سمنګان کې څلور کسان، د دوو ښځو په ګډون، هر یو په ۳۹ درو د تعزیري سزا محکوم شوي وو، چې د طالبانو د سترې محکمې تر تأیید وروسته یې حکم په عام محضر کې پلی شو.


همداراز، په بلخ کې هم دوه کسان د «فعل لواطت» په تور په دوه کاله تنفیذي بند او له ۳۰ تر ۳۹ درو محکوم شوي وو، او دا حکم هم د طالبانو د قضايي چارواکو له تأیید وروسته عملي شو.


دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په ۲۰۲۱ کال د اګست میاشت کې، په عام محضر کې د بدني سزاوو تطبیق زیات شوی دی. د بشري حقونو بنسټونو څو ځله دا کړنې، په ځانګړي ډول د ښځو پر وړاندې، د انساني کرامت نقض بللی دی.


د یادونې وړ ده چې یوه ورځ مخکې، طالبانو په فاریاب او دایکندي ولایتونو کې هم څو کسان، د یوې ښځې په ګډون، د بېلابېلو تورونو په تړاو په عام محضر کې وهلي وو.دی نیز چندین تن، به‌شمول یک زن، را به اتهام‌های مختلف در ملأعام شلاق زده‌اند.

 
 
bottom of page