طالبانو په هرات کې د اهل تشیع د یو شمېر مذهبي کتابونو تدریس منع کړی دی
- Ariahn Raya
- 19 hours ago
- 2 min read

یو شمېر د دیني مدرسو ښوونکي، د جوماتونو مدرسین او په هرات ولایت کې د اهل تشیع کورنۍ وايي چې طالبانو د دې مذهب د یو شمېر مذهبي کتابونو تدریس منع کړی دی.
د هغوی په وینا، د طالبانو د امر بالمعروف مأمورانو په ځینو مواردو کې دا کتابونه له مدرسو او جوماتونو راټول کړي دي.
خدیجه، د هرات د جبرئیل سیمې د یوې دیني مدرسې ښوونکې، وايي طالبانو د دې مدرسې استادانو ته امر کړی چې د اهل تشیع د مذهبي کتابونو، په ځانګړي ډول د دعا او ادعیې کتابونو، له تدریس څخه ډډه وکړي.
هغې وايي: «ټولو استادانو ته وویل شول چې دا کتابونه نور باید تدریس نه شي. له هغه وروسته، د طالبانو د امر بالمعروف مأمورانو کتابونه راټول کړل.»
رضا، د هرات د یوه جومات مدرس، هم وايي طالبانو د اهل تشیع مذهب اړوند کتابونه له ځینو جوماتونو او دیني مدرسو راټول کړي دي.
د هغه په وینا، د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر مأمورانو د دغو کتابونو د راټولولو پر مهال ویلي چې دا آثار «د شریعت خلاف» دي او باید ونه کارول شي.
په همدې حال کې، مهدي، د یوې دیني مدرسې د یوه زدهکوونکي پلار، وايي دې اقدام د اهل تشیع کورنیو ترمنځ پراخه اندېښنه رامنځته کړې ده.
هغه وايي: «که زموږ ماشومان د خپلو مذهبي کتابونو له زدهکړې محروم شي، د خپل مذهب له باورونو او لارښوونو سره د هغوی بلدتیا به هم محدوده شي. دې موضوع ډېرې کورنۍ اندېښمنې کړې دي.»
دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د هرات د اسلامقلعې ولسوالۍ د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ آمریت هم افغانستان ته د اسلامقلعې له پولې د ننوتلو پر مهال د اهل تشیع مذهب اړوند د ډېرو کتابونو راټولول تأیید کړي دي.
خو دې ادارې د دغو کتابونو د برخلیک، د هغوی د راټولولو د دقیق دلیل او د دې اقدام د قانوني بنسټ په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.
طالبانو له ۲۰۲۱ کال راهیسې، له بیا واکمنېدو وروسته، څو ځله ویلي چې د افغانستان د ټولو وګړو حقونه د اسلامي شریعت د خپلې تفسیر له مخې تأمینوي.
خو د بشري حقونو بنسټونو په بېلابېلو راپورونو کې په افغانستان کې د مدني، تعلیمي او مذهبي ازادیو پر وړاندې د زیاتېدونکو محدودیتونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.



