طالبانو په هرات کې يوه ښځينه ډاکټره نيولې ده


ځايي سرچينې په هرات کې وايي، طالبانو يوه ښځينه ډاکټره نيولې او له څو ساعتونو بند وروسته يې بېرته خوشې کړې ده.
د سرچينو په وينا، د طالبانو د «امر بالمعروف» سرتېرو نن سهار (د لړم ۱۹مه) د حوزوي روغتون له دروازې د جراحي متخصصې ډاکټرې شبنم فضلي نيولې ده.
د ډاکټر فضلي مېړه، قدوس خطيبي، تأييد کړې چې مېرمن يې له څو ساعتونو وروسته بېرته خوشې شوې ده.
ويل کېږي، د دې ښځينه ډاکټرې نيول د طالبانو له هغه نوي حکم سره تړاو لري، چې له مخې يې ښځې بې له برقعې د دولتي ادارو، په شمول د روغتونونو او ښوونځيو، د ننوتو اجازه نه لري.
په کابل او هرات کې يو شمېر معترضو ښځو د دې پرېکړې پر ضد په يو سمبوليک حرکت کې برقعې وسوځولې او هغه يې «د ښځو د سرکوب او د ټولنې له صحنې د حذف وسيله» بللې ده.
د ښځو د حقونو فعالان وايي، طالبان له دې پرېکړې سره د «جنسیتي اپارتاید» په لور يو بل ګام پورته کړی دی؛ هغه بهیر چې د زدهکړې او کار له بنديزه پيل شو او اوس د ښځو د بشپړ حذف تر پړاو رسېدلی دی.






