top of page

فایق د نړیوالو مرستو پر دوام او د افغانستان د ښځو د حقونو پر ملاتړ ټینګار وکړ

Eliah Omari
28 minutes ago
1 min read
Naseer Ahmad Faiq, wearing a dark suit and tie, speaks into a microphone behind the Afghanistan nameplate at a United Nations meeting.
Source: Naseer A. Faiq / X

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیراحمد فایق، د افغانستان له خلکو سره د نړیوالو مرستو پر دوام، د ښځو او نجونو د حقونو پر ملاتړ او د هېواد د راتلونکي په اړه په پرېکړو کې د افغانانو پر معنادار ګډون ټینګار کړی دی.


فایق د شنبې په ورځ د (لړم په ۲مه) د ملګرو ملتونو د جوړېدو د ۸۱مې کلیزې په مناسبت په خپله اېکس‌پاڼه کې په یوه پیغام کې ویلي چې له دې سازمان سره د افغانستان اړیکې اوږده مخینه لري او یوازې د جګړو او بحرانونو کلونو ته نه محدودېږي.


هغه په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د غړیتوب د ۸۰مې کلیزې نږدې کېدو ته په اشارې ویلي چې افغانستان د دې سازمان په فعالیتونو کې ونډه لرلې او ملګري ملتونه هم د پراختیا، کډوالۍ او جګړو په پړاوونو کې د افغانستان د خلکو ترڅنګ پاتې شوي دي.


فایق د دغو همکاریو د پیاوړتیا، د نړیوالو مرستو د دوام، د ښځو او نجونو د حقونو د دفاع او د هېواد د راتلونکي په ټاکلو کې د افغانانو د ریښتیني ګډون لپاره د زمینې د برابرېدو غوښتنه کړې ده.


هغه همدارنګه د داسې سوله‌ییز، باثباته او ټول‌شموله افغانستان پر جوړېدو ټینګار کړی چې خپلو نړیوالو ژمنو ته پابند وي او له ګاونډیو هېوادونو سره سوله‌ییزې اړیکې ولري.


دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته د طالبانو له بېرته ستنېدو وروسته، د افغانستان ښځې او نجونې د زده‌کړو، لوړو زده‌کړو، کار او په عامه ژوند کې د ګډون په برخه کې له پراخو محدودیتونو سره مخ شوې دي.

 
 
bottom of page