په غزني کې څلور کلن ماشوم د اوبو حوض ته د لوېدو له امله مړ شو

3 days ago
1 min read

په غزني کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر ویلي چې د دغه ولایت په اجرستان ولسوالۍ کې یو څلور کلن ماشوم د اوبو حوض ته د لوېدو له امله مړ شوی دی.
دغه دفتر د شنبې په ورځ د (تلې په ۲۵مه) راپور ورکړی چې دا پېښه د جمعې په ماښام، د تلې په ۲۴مه، د اجرستان ولسوالۍ د خوشکآبي په سیمه کې شوې ده.
د طالبانو په وینا، ماشوم خپل کور ته څېرمه د لوبو پر مهال د اوبو حوض ته لوېدلی او ژوند یې له لاسه ورکړی دی.
تر دې وړاندې، د طالبانو د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې ویلي وو چې په یوه کال کې ۱۴۸ کسان، چې ۶۶ ماشومان، ۱۱ ښځې او ۷۱ نارینه پکې شامل دي، د افغانستان په سیندونو، بندونو او اوبو زېرمو کې ډوب شوي او ژوند یې له لاسه ورکړی دی.






