فایق: ښځې او ماشومان په افغانستان کې د قانون د حاکمیت د نشتوالي بیه پرې کوي
- Zan News

- 3 days ago
- 1 min read

نصیراحمد فایق، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست، ویلي چې په افغانستان کې د مرموزو وژنو، جنسي تېري، انسانتښتونې، فراقضايي اعدامونو او اجباري ودونو زیاتوالی، د طالبانو تر واک لاندې د قانون د حاکمیت د نشتوالي او له مجازاتو د معافیت د فرهنګ د پراخېدو پایله ده.
فایق د دوشنبې په ورځ د چنګاښ (۲۲مه) په خپله ایکسپاڼه لیکلي چې واقعي امنیت یوازې د جګړې یا وسلهوالې نښتې نشتوالی نه دی.
هغه ویلي امنیت هغه وخت معنا لري چې خلک وکولای شي د قانون د حاکمیت، عدالت او ځوابویلو تر چتر لاندې ژوند وکړي؛ بې له دې چې له وژنې، تېري، انسانتښتونې او تاوتریخوالي وډار شي.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست لیکلي: «له بده مرغه، نن افغانستان تر بل هر وخت له داسې امنیت څخه محروم دی او ښځې، ماشومان او نور زیانمن ملکي وګړي د دې تر ټولو درنه بیه پرې کوي.»
فایق زیاته کړې چې په افغانستان کې د تاوتریخجنو جرمونو زیاتوالی د عدلي نظام د کمزوري کېدو او د ځوابویلو د نشتوالي مستقیمه پایله ده.
دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې طالبان تل ادعا کوي چې په افغانستان کې امنیت تأمین شوی دی. خو په نږدې تېرو پنځو کلونو کې، د هېواد په بېلابېلو برخو کې د مرموزو وژنو، نیونو، ورکېدنو، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي او فراقضايي مجازاتو ګڼ راپورونه خپاره شوي دي.






