فراه: د درې کوچنيو نجونو جسدونه له ۱۱ ورځو ورکېدو وروسته له یوه څاه وموندل شول
- Zan News

- Sep 21, 2025
- 1 min read

سیمهییزې سرچینې په فراه کې وایي، د درې کوچنيو نجونو جسدونه د یولس ورځو ورکېدو وروسته د دغه ولایت د خاکسفید ولسوالۍ په یوه څاه کې وموندل شول.
یوه سیمهییزې سرچینې نن یکشنبه (۳۰ وږی) زننیوز ته ویلي چې یادې نجلۍ دوه خویندې او د هغوی د تره لور وې. د سرچینې په وینا، د قربانیانو عمرونه ۵، ۸ او ۱۰ کاله وو.
محمدنسیم بدري، د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند په فراه کې، د دې پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي چې د دې درې ماشومانو جسدونه د شنبې په ورځ (۲۹ وږی) موندل شوي دي.
هغه زیاته کړې چې یادې نجلۍ یولس ورځې وړاندې له خپل کور نه ورکې شوې وې او د دې پېښې د اصلي انګېزې په اړه څېړنې لا هم روانې دي.
دا په داسې حال کې ده چې له ۲۰۲۱ د اګست د طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته، په افغانستان کې د جنایي جرمونو پېښې په اندېښمنوونکې توګه ډېرې شوې دي؛ هغه څه چې عموماً د اقتصادي بحران، پراخې بېروزګارۍ، د قانون د تطبیق ضعف او د خپلواکو قضایي بنسټونو د نه شتون له امله ګڼل کېږي.



