top of page

له دوو میلیونو د زیاتو افغان کډوالو راستنېدل؛ ښځې او ماشومان له خطر سره مخ دي

Tamanna Mohammadi
6 hours ago
2 min read
A group of Afghan women and children in colourful clothing gather near barbed-wire fencing outside the entrance to Dasht Camp in Kandahar province, Afghanistan.
Source: DVIDS / Public Domain

د خوندیتوب نړیوال کلستر (Global Protection Cluster) اعلان کړی چې د دې بنسټ د څېړنې په موده کې له ۲.۸۵ میلیونو ډېر افغانان له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شوي چې ډېری یې د فشار له امله بېرته ستنېدو ته اړ شوي دي.


دغه بنسټ د سه‌شنبې په ورځ د (اکتوبر په ۲۷مه) په یوه راپور کې ویلي چې د کډوالو پراخې راستنېدنې، بې‌وزلۍ او شته محدودیتونو د خلکو، په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو د خوندیتوب خطرونه زیات کړي دي.


د راپور له مخې، ډېرې راستنې شوې کورنۍ سرپناه، هویتي اسنادو، کاري فرصتونو او بنسټیزو خدمتونو ته د لاسرسي په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دي. دې وضعیت عادي ژوند ته د هغوی بېرته ستنېدل ستونزمن کړي دي.


دغه بنسټ ویلي چې د ښځو او نجونو پر زده‌کړو، کار او د تګ راتګ پر ازادۍ د طالبانو محدودیتونو، اړینو خدمتونو او بشري مرستو ته د هغوی لاسرسی محدود کړی او د کورنیو پر ژوند یې هم اغېز کړی دی.


په دې راپور کې جنسیتي تاوتریخوالی، تبعیض، له خدمتونو او فرصتونو څخه محرومیت، د ماشومانو خطرناک کار او له هغوی ناوړه ګټه اخیستنه، د جګړې له وختونو پاتې ماینونو او چاودېدونکو توکو خطرونه او رواني او عاطفي زیانونه د خوندیتوب له مهمو خطرونو څخه بلل شوي دي.


د خوندیتوب نړیوال کلستر همدارنګه ویلي چې د بودجې کمښت او د بشري بنسټونو پر فعالیت محدودیتونو، ملاتړو خدمتونو ته د زیان‌منونکو کورنیو لاسرسی کم کړی دی.


دغه بنسټ د ښځو او نجونو پر وړاندې د محدودیتونو د لرې کولو، مرستو ته د عادلانه لاسرسي او د افغان کډوالو د خوندي، داوطلبانه، باعزته او دوامدارې راستنېدنې لپاره د زمینې د برابرولو غوښتنه کړې ده.

 
 
bottom of page