«له مجبورۍ مو هغې ته خام ځیګر ورکړ»؛ تر خېمې لاندې د ۱۷ کلنې مور د زېږون روایت
- Ariahn Raya
- 2 days ago
- 3 min read

سوځنده لمر پر زړو خېمو لګېږي او د ګرمۍ څپه د خېمهمېشتو لپاره ساه اخیستل سخت کړي دي.
تود باد نرۍ او زړې خېمې خوځوي. د څېرې شوو پلاستیکونو خشخش غږ د دوبي د غرمې په درانه سکوت کې خپرېږي. د باد له هرې څپې سره دوړې پورته کېږي او په وچ او سوځنده هوا کې ګرځي.
خېمهمېشتي وايي، په دې طاقتفرسا ګرمۍ کې ژوند د پناهځای پر ځای په تنور کې پاتې کېدو ته ورته دی. ماشومان له دوړو ډکو مخونو سره په کمرنګه سیورو کې پناه اخلي او ښځې په ستړو څېرو، د لږې هوا د موندلو لپاره د خېمو پردې یوې خوا ته کوي.
د همدې تودو او زړو خېمو په منځ کې، ۱۷ کلنې بيبيګل خپل لومړنی ماشوم وزېږاوه؛ بې له دې چې ډاکټر، قابله یا روغتیايي مرکز ورته نږدې وي.
بيبيګل د بادغیس ولایت اوسېدونکې ده. هغه وايي، شپږ کاله مخکې، کله چې د پخواني حکومت د ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه زیاته شوه، کورنۍ یې اړ شوه چې د قادس ولسوالۍ خپل کور پرېږدي او هرات ته پناه یوسي.
هغه پناه چې باید خوندي وای، نن د بيبيګل لپاره له یوې تودې خېمې او له فقر سره ګډ ژوند پرته بل څه نه دي پرېښي.
هغه په کمزوري غږ، چې د درد او ناروغۍ له امله دی، وايي:
«کله چې درد مې پیل شو، فکر مې وکړ چې نور ژوندۍ نه پاتې کېږم. هوا ډېره ګرمه وه، بدن مې بېحاله شوی و او هېڅوک نه و چې مرسته راسره وکړي.»
بيبيګل وايي، د زېږون درد په شدیدې وینېبهېدنې بدل شو؛ خو روغتون ته د تګ لاره یې نه لرله، ځکه کورنۍ یې نه د کرایې پیسې لرلې او نه د هرات ښار ته د هغې د لېږد لپاره کومه وسیله.
د خېمې تر څنګ، لیلما، د بيبيګل خواښې، د کاغذ او پلاستیک ټوټې سره راټولوي چې لږ لوګی جوړ کړي او مچان لرې وساتي؛ خو د هغې کړاو تر هر هغه څه لوی دی چې په دې ځای کې تر سترګو کېږي.
لیلما وايي، مېړه او زوی یې بېکاره دي او کورنۍ حتی د شپې د ډوډۍ د برابرولو توان نه لري.
لیلما وايي:
«مېړه او زوی مې کار نه لري. ځینې ورځې د خوړلو لپاره هېڅ شی نه پیدا کوو. څنګه مې خپله نږور روغتون ته وړله؟»
هغې ټینګار کړی چې د هغوی د اوسېدو په ځای کې هېڅ روغتیايي مرکز نشته.
د لیلما په وینا، د بيبيګل وینېبهېدنې هغوی وېرولي وو؛ خو فقر او د روغتیايي پوهاوي نشتوالي کورنۍ یوې خطرناکې پرېکړې ته اړ کړه.
هغه وايي:
«له مجبورۍ مو هغې ته خام ځیګر ورکړ. خلکو ویل چې وینهبهېدنه بندوي. اوس نه یوازې ښه نه شوه، بلکې ناروغي یې لا زیاته شوې ده.»
بيبيګل اوس له سختې ناروغۍ سره لاس او ګرېوان ده. د مخ رنګ یې الوتی او غږ یې د راتلونکي له وېرې رپېږي.
هغه وايي:
«ډېره کمزورې شوې یم. وېرېږم چې د خپل ماشوم لویېدل ونه وینم. ښايي عمر مې لنډ وي.»
د خېمې په بله خوا کې، غلام، د لیلما مېړه، د خپلې نږور د روغتیايي وضعیت په اړه په اندېښنه خبرې کوي.
هغه وايي:
«موږ هره ورځ اندېښمن یو. که حال یې خراب شي، هېڅ لاره نه لرو. پیسې نشته، ډاکټر نشته.»
د بيبيګل کیسه یوازې د یوه سخت زېږون روایت نه دی؛ دا د هغو ښځو د ژوند انځور دی چې د ښارونو په څنډو کې، له لومړنیو روغتیايي خدماتو لرې، میندې کېږي.
د هغې د ماشوم زېږون د روغتون د مجهزې خونې پر ځای تر یوې تودې خېمې لاندې وشو؛ هغه ځای چې هیله او وېره په یو وخت کې ساه اخلي.



