له پنجاب څخه د افغان کډوالو د ایستلو زیاتوالی؛ د ښځو او ماشومانو د وضعیت په اړه اندېښنې

د پاکستان د پنجاب ایالتي حکومت د هغو افغان کډوالو د پېژندلو، نیولو او ایستلو عملیات زیات کړي چې د اوسېدو معتبر اسناد نه لري. دې اقدام د کډوالو کورنیو، په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو د برخلیک په اړه اندېښنې راپارولې دي.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د پنجاب ایالت اعلی وزیرې مریم نواز د هغو افغان کډوالو د پېژندلو او نیولو د عملیاتو د زیاتولو امر کړی چې معتبرې ویزې نه لري.
د پنجاب د کورنیو چارو ادارې اعلان کړی چې په ۲۰۲۳ کال کې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو د بهیر له پیلېدو راهیسې، له دغه ایالت څخه ۱۴۳ زره او ۴۷۴ کسان او په ټولیز ډول له ټول پاکستان څخه تر ۲.۸ میلیونو ډېر کسان افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.
د دې ادارې په وینا، په پنجاب کې د کډوالو د ساتلو ۳۹ مرکزونه فعال دي چې د دغو شمېرو د اعلان پر مهال پکې د افغانستان ۱۵۳ وګړي ساتل کېدل.
پاکستاني چارواکو همدارنګه ویلي چې د پنجاب په استوګنیزو سیمو او بازارونو کې له ۴۰۰ زرو ډېر د پلټنې عملیات ترسره شوي او د اوسېدو له اسنادو پرته کډوالو ته د ملکیتونو د کرایې ورکولو په تور د ۸۰۳ کسانو پر وړاندې دوسیې جوړې شوې دي.
د پنجاب د کورنیو چارو ادارې ټینګار کړی چې دغه عملیات پر هغو کسانو متمرکز دي چې له معتبرې ویزې پرته په پاکستان کې ژوند کوي.
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان ته د کډوالو جبري ستنېدل، په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو لپاره، د سرپناه، زدهکړو، روغتیايي خدمتونو او د ژوند د لګښتونو د برابرولو په برخو کې له زیاتو خطرونو سره مل دي. طالبانو په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر زدهکړو، کار او د تګ راتګ پر ازادۍ پراخ محدودیتونه لګولي دي.






