top of page

ملګري ملتونه: د منځني ختیځ کړکېچ د افغانستان د ښځو د خوړو د ناامنۍ خطر زیاتوي

Writer: Zan News
Zan News
7 days ago
2 min read
A girl wearing a gray headscarf sits facing the camera, with a woman in a green headscarf visible in the foreground.
Image: WFP / Hasib Hazinyar

د ملګرو ملتونو د ښځو اداره وایي، په منځني ختیځ کې د کړکېچ زیاتېدل د ۲۰۲۶ کال تر پایه په زیان‌منونکو هېوادونو کې میلیونونه ښځې او نجونې له لا زیاتې غذایي ناامنۍ سره مخ کولای شي.


د دې ادارې په وینا، افغانستان هم له هغو هېوادونو څخه دی چې ښځې او نجونې پکې د هغو کسانو لویه برخه جوړوي چې د دې بحران د اغېزو له امله له غذایي ناامنۍ سره مخ کېدای شي.


د دې ادارې د تازه تحلیل له مخې، په ۲۸ هېوادونو کې شاوخوا ۱۱.۷ میلیون نورې ښځې او نجونې ښایي د ۲۰۲۶ کال تر پایه له غذایي ناامنۍ سره مخ شي. په افغانستان کې ښځې او نجونې د هغو کسانو شاوخوا ۶۰ سلنه جوړوي چې ښایي د دې بحران د اغېزو له امله له غذایي ناامنۍ سره مخ شي.


د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې ویلي، د هرمز تنګي له لارې د توکو په لېږد کې خنډ، د انرژۍ، سرې او ټرانسپورټ د لګښتونو زیاتوالی د خوراکي توکو بیې لوړې کړې او پر بشري عملیاتو، د کار پر بازار او د کورنیو پر عایدونو یې فشار زیات کړی دی.


راپور همدارنګه ښيي چې په افغانستان او یمن کې شاوخوا ۹۵ سلنه ښځې له کاري ځواک څخه بهر دي.


په افغانستان، بورکینافاسو، ایتوپیا، هایتي، مالي او جنوبي سوډان کې هم له ۸۰ سلنې ډېرې کارکوونکې ښځې په زیان‌منونکو دندو کې بوختې دي.


د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې خبرداری ورکړی چې د خوراکي توکو د بیو لوړوالی او د عاید کمېدل ښایي ښځې لا ډېرې له خوارځواکۍ او اقتصادي وابستګۍ سره مخ کړي. دې ادارې له ښځو او نجونو سره د خوراکي، نغدي او معیشتي مرستو د زیاتولو غوښتنه کړې ده.


دا په داسې حال کې ده چې واک ته د طالبانو له بېرته ستنېدو وروسته، افغانستان لا هم د لوږې او خوارځواکۍ له تر ټولو سختو بحرانونو څخه له یوه سره مخ دی.


د خوړو نړیوال پروګرام وایي، په ۲۰۲۶ کال کې شاوخوا ۱۳.۸ میلیون کسان، چې د افغانستان د نفوس نږدې درېیمه برخه جوړوي، له شدیدې غذایي ناامنۍ سره مخ دي او شاوخوا ۴.۹ میلیون ښځې او ماشومان د خوارځواکۍ درملنې ته اړتیا لري.

 
 
bottom of page