top of page

ملګري ملتونه: د ښځو پر وړاندې د طالبانو محدودیتونو د افغانستان اقتصاد کمزوری کړی دی

  • Writer: Zan News
    Zan News
  • May 14
  • 2 min read
Photo: © Wakil Kohsar / AFP
Photo: © Wakil Kohsar / AFP

ملګرو ملتونو په یوه تازه راپور کې ویلي چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو دوامدارو محدودیتونو د افغانستان اقتصاد او کاري ځواک لا ډېر کمزوری کړی دی.


په دې راپور کې، چې د پنجشنبې په ورځ (د غويي ۲۴مه) خپور شوی، راغلي چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې د طالبانو له‌خوا صادر شوي نږدې ۱۰۰ فرمانونه لا هم عملي دي او په ټول افغانستان کې د ښځو او نجونو زده‌کړو، کار او د تګ راتګ ازادۍ ته لاسرسی محدودوي.


ملګرو ملتونو ویلي چې په افغانستان کې میلیونونه کورنۍ لا هم لومړنیو اړتیاوو لکه خوړو، پاکو اوبو، روغتیايي خدماتو، سرپناه، تودوخې او جامو ته د لاسرسي لپاره له سختو ستونزو سره مخ دي.


په راپور کې راغلي چې په افغانستان کې له ۸۰ سلنې ډېرې کورنۍ پوروړې دي او نږدې درې پر څلورمه برخه یې د ژوند د دوام لپاره زیان‌رسوونکو لارو ته مخه کوي.


د ملګرو ملتونو په وینا، په دغو لارو کې د خوړو د مصرف کمول، پور اخیستل او له ښوونځي د ماشومانو ایستل شامل دي.


د دې راپور له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې شاوخوا ۲۸ میلیونه کسان په بېوزلۍ کې ژوند کړی دی. ملګرو ملتونو ویلي چې د کډوالو پراخ بېرته ستنېدل، د وچکالۍ خرابېدل او د نړیوالو مرستو کمېدل دا وضعیت نور هم ستونزمن کړی دی.


په راپور کې راغلي چې د افغانستان واقعي ناخالص کورني تولید په ۲۰۲۵ کال کې یوازې ۱.۹ سلنه وده کړې، په داسې حال کې چې د نفوس وده ۶.۵ سلنې ته رسېدلې ده. د ملګرو ملتونو په وینا، دې وضعیت د سرانه عاید د کمېدو لامل شوی دی.


ملګرو ملتونو همداراز ویلي چې له افغانستان سره نړیوالې مرستې په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۱۶.۵ سلنه کمې شوې دي، په داسې حال کې چې بشري اړتیاوې لا هم مخ په زیاتېدو وې.


دا راپور په داسې حال کې خپور شوی چې د خوړو نړیوال پروګرام تر دې مخکې خبرداری ورکړی و چې په افغانستان کې ۱۳.۸ میلیونه کسان له شدیدې خوړو ناامنۍ سره مخ دي او ښځې او ماشومان له تر ټولو زیان‌منو ډلو څخه شمېرل کېږي.

 
 
bottom of page