ملګري ملتونه: طالبانو د ښځو پر وړاندې نړیوالې ژمنې نقض کړې دي
- Zan News

- 1 day ago
- 2 min read

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر په یوه تازه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو اقدامات د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د له منځه وړلو کنوانسیون (CEDAW) له موادو سره په ټکر کې دي.
دا راپور نن پنجشنبه (د وري ۱۳مه) د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنرۍ دفتر او د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې لهخوا خپور شوی او پکې د ۲۰۲۱ کال د اګست له میاشتې وروسته د طالبانو اقدامات له حقوقي پلوه ارزول شوي دي.
په دې راپور کې د طالبانو لهخوا صادر شوي قوانین او لارښوونې د افغانستان د CEDAW کنوانسیون له ژمنو سره پرتله شوي او ویل شوي چې یو لړ محدودیتونه، لکه د شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو د زدهکړو بندیز، په دولتي او نادولتي ادارو کې د ښځو د کار منع، د تګ راتګ محدودیت او د محرم د ملتیا شرط، په مستقیم ډول د ښځو پر وړاندې پلي شوي دي.
د راپور له مخې، د نجونو د ښوونځیو تړل کېدل هغوی د زدهکړې له حقه محروموي او د هغوی د راتلونکو فرصتونو مخه نیسي. همداراز، په ملي، نړیوالو او د ملګرو ملتونو په ادارو کې د ښځو د کار بندیز هغوی له عاید او اقتصادي خپلواکۍ بېبرخې کړي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر ټینګار کړی چې افغانستان په ۲۰۰۳ کال کې دې کنوانسیون ته ورګډ شوی او مکلف دی چې په ټولو برخو کې د ښځو پر وړاندې تبعیض له منځه یوسي؛ خو د دې ادارې حقوقي ارزونه ښيي چې د طالبانو اقدامات له دغو ژمنو سره په ټکر کې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د ښځو او نجونو زدهکړو، کار او ټولنیز ګډون ته لاسرسی سخت محدود شوی او دې وضعیت د هغوی پر ژوند او راتلونکې مستقیم اغېز کړی دی.



