ملګري ملتونه: هره ښځه او نجلۍ حق لري چې هر ځای کې د امنیت احساس وکړي
- Zan News

- Oct 19
- 1 min read

ملګرو ملتونو د ټولو ښځو او نجونو د امنیت پر حق ټینګار کړی او له دولتونو یې غوښتي چې د جنسیتمحور تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره حمایوي قوانین عملي کړي او د تاوتریخوالي د مخنیوي په برخه کې پانګونه وکړي.
د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې نن یکشنبه (۲۷ تله) په ایکس شبکه کې په یوه پیغام کې لیکلي: «هره ښځه او نجلۍ حق لري چې هر ځای کې د امنیت احساس وکړي.» دې ادارې ټینګار کړی چې دولتونه باید د قوانینو په مؤثر تطبیق او د تاوتریخوالي د عاملینو د معافیت له منځه وړلو سره، د یو له وېرې او تبعیض خالي نړۍ د رامنځته کېدو لپاره هڅه وکړي.
دا پیغام داسې مهال خپرېږي چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې ښځې د خپلو ابتدایي بشري حقونو څخه بېبرخې دي. افغانستان دا مهال یوازینی هېواد دی چې نجونې پکې له شپږم ټولګي پورته له زدهکړو منع شوي؛ دا بندیز تر ۲.۲ میلیونه زیاتو نجونو ته د مکتب دروازې تړلي او د ځوان نسل راتلونکی یې له ګواښ سره مخ کړی دی.
طالبانو همداراز، ښځې له ډېریو دولتي او خصوصي دندو منع کړې او د هغوی حضور یې په عامه ځایونو لکه پارکونو، ورزشي کلپونو او تلویزیوني خپرونو کې بند کړی دی. دغه پراخ محدودیتونه د ښځو او نجونو ژوند څنډې ته اړولی او فقر، جبري ودونه او کورنی تاوتریخوالی یې پراخ کړی دی.
د بشر حقونو فعالان وایي، د طالبانو پالیسۍ د ښځو پر وړاندې د «جنسیتي آپارتاید» ښکاره بېلګه ده، او دوام یې د افغانستان د ټولنیز او انساني راتلونکي لپاره یو جدي ګواښ بلل کېږي.



