ملګري ملتونه: په نړۍ کې میلیونونه ښځې او نجونې په سختې بېوزلۍ کې ژوند کوي

د ملګرو ملتونو د ښځو اداره وایي، په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۴۲۶ میلیون ښځې او نجونې په سختې بېوزلۍ کې ژوند کوي، په داسې حال کې چې د بېوزلۍ د کمولو لپاره په اقتصادي پرېکړو کې د ښځو ونډه هم محدوده ده.
دې ادارې د شنبې په ورځ د (تلې په ۲۵مه) د بېوزلۍ پر وړاندې د مبارزې له نړیوالې ورځې سره هممهاله په خپله اېکسپاڼه کې لیکلي چې دغه شمېرې د ۲۰۲۶ کال اړوند دي او د ښځو او نجونو لپاره یې په ټولنیز ملاتړ، روغتیايي خدمتونو او زدهکړو کې د لا ډېرې پانګونې غوښتنه کړې ده.
د دې ادارې په وینا، په ۲۰۲۴ کال کې د نړۍ شاوخوا ۹.۹ سلنه ښځې او ۹.۵ سلنه نارینه په سختې بېوزلۍ کې ژوند کاوه. دا توپیر د ۱۵ تر ۳۴ کلونو ځوانانو ترمنځ لا زیات و او په دې عمر ګروپ کې د ښځو د بېوزلۍ کچه د نارینهوو په پرتله نږدې دوه سلنه لوړه راپور شوې ده.
د ملګرو ملتونو د ښځو اداره وایي، سره له دې چې په تېره یوه لسیزه کې نړیواله بېوزلي کمه شوې، ښځې نه یوازې تر نارینهوو ډېرې له بېوزلۍ سره د مخ کېدو له خطر سره دي، بلکې د دې ستونزې د مخنیوي د پالیسیو په جوړولو کې هم لږ حضور لري.
د دې ادارې په وینا، په نړیواله کچه یوازې ۱۹ سلنه هغه وزیران چې د اقتصادي چارو مسؤلیت لري او ۴۰ سلنه هغه وزیران چې د ټولنیز ملاتړ مسؤلیت لري، ښځې دي.
دې ادارې ټینګار کړی چې په زدهکړو، روغتیايي خدمتونو او د ټولنیز ملاتړ په نظامونو کې پانګونه کولای شي د ښځو او نجونو د بېوزلۍ په کمولو کې مهم رول ولري.
دا شمېرې په داسې حال کې خپرې شوې دي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر زدهکړو او کار د طالبانو محدودیتونو، د هغوی د عاید ترلاسه کولو فرصتونه او اقتصادي خپلواکي محدوده کړې او د ښځو اقتصادي زیانمننه یې زیاته کړې ده.






